ستور پېژاندی وزیر اعظم!!

نو راحمد نور

یو پاچا د خپل هیواد لپاره یو مشهور نجوم ګر(ستور پېژندونکی) خپل وزیر اعظم جوړ کړ. د یخ په موسم کې یو ځل د پاچا صاحب په زړه کې د ښکار شوق پیدا شو. له خپل مفکر او هوشیار وزیر څخه یې د موسم حال وپوښت.

وزیر ځواب ورکړ: پاچا سلامت! زما علم دا راته وایي چې نن به موسم ډیر برابر وي، ټوله ورځ به لمر وي او هوا به هم بنده وي، د سیاحت او ښکار لپاره تر دې ښه ورځ بله نه شي پیدا کیدلای.

کله چې پاچا سلامت له خپلو ملګرو سره د ښکار په نیت روان شو نو په لاره کې له یو بزګر سره مخامخ شو چې پر خره سپور و. بزګر چې پاچا صیب ولید له خره څخه یې ټوپ کړل او د پاچا په وړاندي لاس په نامه ودریده. پاچا ته یې وویل: د پاچا سلامت د بخت ستوری دې تل لوړ وي او د پاچا سلامت هغه دښمن چې په نن ورځ یې پاچا صېب ته له محل څخه د وتلو مشوره ورکړې ده؛ ذلیل او خوار وي.

زه په ډیره عاجزي خواست کوم چې که نن ورځ پاچا سلامت په خپل محل کې پاتي شي نو دا به ډیره غوره وي.

پاچا پوښتنه وکړه:  دا بیا ولي؟

بزګر ځواب ورکړ: پاچا سلامت! نن به دوړې وي، باران کیږي او ږلۍ اوري.

پاچا د پرېشاني په حالت کې خپل وزیر ته وکتل، وزیر وویل: پاچا سلامت! ته د یوه ناپوهه او کم عقل خبرو ته مه ګوره، دا هسي ستا قیمتي وخت در ضائع کوي.

پاچا په غصه شو امر یې وکړ: چې دا کم عقل بزګر مزغن وډبوئ، سپاهیانو هم بزګر ته ښه درس ورکړ.

مګر کله چې پاچا لږ وړاندې لاړ نو د اسمان په څنډو کې یې د دوړو اثار ولیدل، یو دم د اسمان مخ تک تور شو او د باد او باران له طوفان سره ږلۍ اورېدل هم پیل شوه.

په ځنګل کې د پاچا لپاره د سر پټولو ځای نه و، په اوبو او خټو لوند خیشت شو او له یخه یې ژامي کړپېدلې.

د همدې مصیبت په وخت که یې څه په زړه کې ورګرځیدل نو هغه دا و چې خپل نالائق وزیر ته به مې تر ټول سخته سزا څه وي؟

کیسه مختصر. . . کله چې له دې ډير سخت حالت څخه پاچا صیب خپل محل ته ورسېد او د سکون ساه یې واخیسته نو سمدستي یې دوه فرمانونه صادر کړل.

یو دا چې د وزیر مخ ورتور کړئ، په ټول ښار کې یې وګرځوئ او بیا یې په توره کوټه کې بندي کړئ.

دوهم دا چې د وزیراعظم د څوکۍ لپاره هغه بزګر راولئ چې څه وخت وړاندې تاسي وډباوه.

د پاچا اوامر پر ځای شول……

کله چې بزګر د پاچا په دربار کې حاضر کړای شو او دا زیری ورباندې وشو چې ته وزیر اعظم شوې، نو بزګر په زاریو وویل: پاچا سلامت! زما مور او پلار دې تر تا قربان شي، ته ماته د کوم جرم سزا راکوې؟

پاچا ځواب ورکړ: دا سزا نه، بلکې انعام دی ځکه ته د دې زمانې تر ټولو لوی ستور پېژندونکی یې او موږ ستا په څیر وزیر اعظم ته ضرورت لرو.

بزګر وویل: پاچا سلامت! الله تعالی شاهد دی چې زه نجوم ګر نه یم.

پاچا حیران شو او ويې ویل: دا خو ته د شکستګي نفس لپاره وایې.

بزګر ځواب ورکړ: پاچا سلامت! زه شکستګي نفس نه کوم زه په رشتیا هم په علم نجوم نه پوهېږم، که زه په علم نجوم پوهېدلای نو نن به مې ستا په لاره د تېرېدلو حماقت نه کاوه.

پاچا وویل: که ته په علم نجوم نه پوهېږې نو تاته څنګه معلومه شوه چې نن طوفان راځي؟

بزګر ځواب ورکړ: پاچا سلامت! دا زما نه، بلکې زما د خره کمال دی، کله چې په موسم کې د نامناسبي تبديلي اثار څرګند شي نو هغه څو ګانټې وړاندي لا خپل غوږونه مړه وځړوي او نن یې  غوږونه بیخي ډیر مړه ځړولي و.

پاچا صیب وویل: ډیر ښه! له ننه ستا خر زموږ وزیر اعظم دی.

نو کیسه خو داسي ده چې په ګران هیواد افغانستان کې هم څه وخت وړاندې د ولسمشري لپاره نمائشي انتخابات وشول.

او دا دی میاشتي اوړي چې لا یې پایلې معلومي نه دي، رایې څو څو واره وشمېرل شوې خو نتیجه لا هم هغسي ناڅرګنده پاتي ده.

د ټاکنو د کمېسون او کاندیدانو تر منځ لفظي شخړې را منځ ته شوې وغیره وغیره.

خو اصلا د امریکې سفیر جان بس لګیا دی تر څو یو پوهه او ماهر نجوم ګر د افغانستان اولس مشر وټاکي، داسي ماهر کس چې د امریکې ګټې ورسره خوندي شي، او که امریکه کله وغواړي چې د افغانستان په مظلوم اولس طوفان راولي نو ده ته له وړاندې لا درک لګېدلی وي او ځان یې غلی کړی وي.

امریکا په داسې نجومګر صدر اعظم پسې لالهانده ده چې د سپینې ماڼۍ په مزاج وپوهیږي او د طبیعت سره برابر مشورې ورکړي. د داسې صدر اعظم د پیدا کولو لپاره کله یوه څيره را مخکې کړي کله بله خو تر اوسه معلومه نه ده چې پای به دغه څوکۍ د کوم نجومګر په نصیب وي، امریکایان یې په لیاقت نه دي بلکې د نجومګرۍ کمالاتو ته یې ګوري.

د همداسي ماهرو کسانو په لټون پسي جان بس مټې بډ وهلې دي او خدای خبر چې دا وار به اولس د کوم نجوم ګر رحم او کرم ته وسپاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د