له افغان سياسونو سره د طالبانو روستى مجلس!

احمد منصور

که څه هم طالبانو له امريکايې لوري سره نهه پړاوه مذاکرات کړي د ګاونډيو هيوادو په شمول يې د يو شمېر نورو هېوادو له چارواکو سره يې پرلپسې ليدنې کړي له افغان سياسونو سره يې مجالس کړي خو روستى مجلس يې له سياسونو سره ځانګړى په دې معنى دی چې طالبانو خپله رښتينولي په ښه ډول ورته بيان کړې، دلته د دې مجلس په فايدو خپل قلم نه را څرخووم بلکې د طالبانو په هغو خبرو لنډه تبصره کول غواړم چې په نوموړي مجلس کې يې سياسونو ته کړې، خپل ماضي تکاليف تېرول، هجرتونه کول او ﺯندانونه ګالل يې هم د يو آﺯاد افغانستان لپاره په ځانو ګاللي او په اوسني سياسي ډګر کې يې هلې ځلې هم په هېواد کې د اسلامي نظام د نفاﺫ، افغانان په يو ټغر د را ټولولو په بنياد دي.

لیکوال او د سولې فعال شفیع اعظم یې په هکله وایي «د اوږد او جنجالي بحث وروسته مولوي صېب نوري، شیخ صاحب دلاور او محمد نبي عمري په جدي انداز ټولو ته وويل که په افغانستان، ملي ګټو او د افغانانو پر قرباني مو معامله وکړه که ژوندي وو پر مخ لاړې راتوف کړئ، که مړه وو پر قبر….. موږ دا زندانونه، جلا وطني او لسګونه تکاليف د پاکستان، ايران يا بل چا لپاره ندي ګاللي بلکه داسې به یې نړۍ او افغانانو ته ثابتوو چې تاريخ کې زرين باب او خدای ته سرخ رويه وو»

که څه هم د طالبانو د سياسيونو پورتنۍ خبرې ډېرې سختې معلوميږي خو که يو څوک لږ فکر او سوچ پرې وکړي د طالبانو رښتينولي صداقت، اسلامي دين او افغان اولس ته وفاداري ترې را څرګنديږي طالبانو سياسونو ته دا ثابته کړه چې مونږ د هيچا تر اثر او رسوخ لاندې نه يو او نه د کوم هېواد د احسان پوره وړي يو بلکې ﺯمونږ سياسي او جهادي مبارﺯه د هېواد د استقلال ښېراﺯۍ لپاره ده
داسې نه چې د طالبانو جوابات سخت ول بلکې د سياسونو سوالات هم سخت او تيز ول

د هېواد مخکښ ليکوال او شاعر پوهاند اسماعيل يون د مجلس په اړه وايې:
«ټولو ملګرو په ښه جدیت سره د طالبانو له هئیت سره د سولې د اوسني حالت، د ملکي تلفاتو د کمښت ، د بهرنیو عسکرو تر وتلو مخکې او وروسته بین الافغاني مذاکراتو، له زندانیانو او ملکي وګړو سره د طالبانو د چلند ،د هغوی د واکمنۍ په ساحه کې د تعلیمي او رغيزو چارو د ښه والي ، د نجونو د تعلیم، د رسنیو د ازادۍ، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د تګ راتګ خوندیتوب، له سیمې او نړۍ سره د طالبانو راتلونکو مناسباتو ، په اوس او راتلونکې مهال کې د ایران او پاکستان د هر ډول مداخلو د مخنیوي، د راتلونکي او اوسني نظام د محتواوو ، د سیمې د هېوادونو د رول ، د سولې لپاره نړیوالو تظمینونو ، د طالبانو له تېرو چلندونو څخه د خلکو د اندېښنو ، بیارغونې ، اقتصادي پلانونو او نورو ګڼو مسایلو په باب چې د اکثرو افغانانو په ذهن کې ګرځي،هر اړخیز جدي بحثونه وکړل»

که پورتنيو سوالاتو ته ځير شو په رښتيا هم چې جدي سخت دي او بيا له يو داسې چا توقعات او د مرستې اميدونه په اقتصادي او تعليمي برخو کې درلودل چې دا اتلس کاله دوه څلويښت هېوادونو سره وجنګېدل دا چې اوس هم طالبان د مرستو لپاره امادګى ښيې دا را جوتيږي چې د لوړ همت او حوصلې خاوندان دي په خپلو ځانو باور لري چې اولس ته خدمت کولى شي.

او دا هم ترې را څرګنديږي چې طالبان ځيرک دي

پوهاند اسماعيل يون يې د ځيرکتيا په اړه اعتراف کوي:

« د طالبانو هئیت هرې برخې ته په ترتیب سره توضیحات او ځوابونه ورکړل.د دوی له ځوابونو دا پته ولګېده چې طالبان اوس هغه پخواني طالبان نه دي؛ اوس د سیاست پر رموزونو او د حالاتو پر نزاکتونو پوره پوهېږي او هرې اندېښنې ته څو متبادلې لارې سنجولې دي. »

که هېواد وال غواړي چې له موجوده بد مرغيو خلاص او هغه آرمان چې له کلونو يې په ﺯړونو کې دي پوره شي چې د اسلامي نظام نفاﺫ دى بايد د طالبانو ملاتړ تر دې لا ﺯيات وکړي نړيوال دې هم له هغې ادارې سره په اړيکو نيولو او مرستو کولو ځانونه نه ستړي کوي کومه اداره چې پرديو ته په خدمت بوخته ده او افغانان يې د حکومت په حيث نه پيژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د