طالبان، بدلون او د سولې بهیر

پوهاند اسماعیل یون

د لړم میاشتې پر اولسمه نېټه مو له یو شمېر افغانانو سره قطر ته سفر وکړ. د سفر اصلي هدف سوله وه. د طالبانو د سیاسي دفتر او د بېلابېلو کمېسینونو د مشرتابه له اکثرو غوړ سره مو پنځه ورځې متواترې ډله ییزې او انفرادي خبرې اترې وکړې.خبرې ګرمې ،نرمې ، خوږې او ترخې ټولې په کې تبادله شوې،د نظرونو اختلاف ، تضاد ، ټکر او اتفاق ټول په کې محسوس و.خو د خوند او پند خبره په کې دا وه چې دا هر څه په کې د دواړو غاړو له خوا په پوره منطق ،زغم او درک سره تبادله شول.له دې خبرو موږ دا نتیحه واخیسته چې که څه هم د ډاکتر محمد اشرف غني په مشرۍ د اوسني حکومت او د طالبانو د اسلامي تحریک تر منځ د نظریاتو زیات واټن شته ،خو دا واټن دومره هم نه دی چې هېڅ حل لاره و نه لري.

یو سړی هغه وخت عادلانه قضاوت کولی شي چې د طرفینو نظرونه په دقت واوري. طالبان چې اوس د منطق په کومه پوړۍ کې ولاړ دي او د خپل ثابت دریځ تر څنګ د زغم او منطق کومه تجربه شوې روحیه لري ، له دې څخه باید اعظمي ګټه پورته شي ،دلته حکومت هم باید له هوایي دهلېزونو او شعاري دیموکراسۍ څخه د ځمکنیو واقیعیتونو درک ته راکښته شي، نو بیا دواړه لوري یو بل ښه درک کولای شي.

زموږ د سفر یوه موخه هم دا وه چې د طرفینو د نه عملي کېدونکو غوښتنو کچه په نرمۍ او منطق سره راټيټه شي، چې دا کار په پای کې لوی تفاهم ته لاره اواروي. په قطر کې د طالبانو مشرتابه او ټولو غړو څخه مننه کوو چې هم یې زموږ ټولې خبرې یې په پوره زغم واورېدلې او هم یې له افغاني دود سره سم زموږ درنه مېلمه پالنه وکړه.د طالبانو مشرتابه په لسو هغو برخو کې موږ ته لیکلي وضاحتونه را کړل چې زموږ د هېوادوالو د ننني او سباني ژوند برخلیک ورسره تړلی دی.

دا وضاحتونه به د یو خبري کنفرانس له لارې ولس سره شریک کړو. بیا به هڅه وکړو چې د حکومت له مشرتابه سره هم خبرې اترې وکړو او د خبرو دا لړۍ له نورو افغانانو سره تر هغه بریده وغځوو چې بین الافغاني مزاکراتو او لوی تفاهم ته لاره اواره کړي.ددې خبرې یادول هم ضروري ګڼو چې موږ د هېچا په پلوۍ او د هېچا په استازۍ دا خبرې نه دي پیل کړي ، موږ افغانان یو او د نورو ټولو افغانانو په توګه مو دا حق خوندي دی چې د خپل هېواد د برخلیک په ټاکلو کې تر خپله وسه خپل مسولیت ادا کړو.

له طالبانو سره خبرو اترو موږ ته دا هیله پیدا کړه؛ که غر هر څومره لوړ دی ، خو پر سر یې لار شته.له طالبانو سره د خبرو جزیات موږ په لیکلي بڼه ثبت کړي دي چې پر خپل وخت به هېوادوالو سره شریک شي.

  • نن ټکی اسیا د یون صاحب سره مرکه هم کړې چې په لاندي ویډیو کې کتلای سئ:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هدی
میلمه
هدی

ولا په دا اوسو کي موږ هم په طالبانو کي څه نا څه بدلون وینو….موږ تر تاسي ډېر دې خبري ته متوجې یو. نه پوهیږو ستاسي او ستاسي په شان د نورو اشخاصو سره د طالبانو ناسته د هغو یو نوی سیاست دی او که یې د خپل پخواني سیاست طریقې ته بدلون ورکړی دی…؟؟؟