افغانستانمرکې

اسماعیل یون: د طالبانو واقعیت په کابل کې د هغوی له جوړ شوي تصویر سره ډېر توپیر لري / مرکه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): لیکوال او سیاسي شنونکی «اسماعیل یون» وایي، په قطر کې یې له طالبانو سره تاوده او مثمر مجلسونه درلودل او دا یې موندلې، چې په کابل کې د هغوی جوړ شوی تصویر د طالبانو له واقعیت سره ډېر تو پیر لري.

یون چې په دوحه کې یې له «نن ټکی اسیا» سره خبرې کولې وویل، چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم له غړو، د هغوی د سیاسي دفتر له رییس او ګڼو نورو لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې درې ورځني مفصل مجلسونه او بحثونه کړي او غواړي د طالبانو اصل انځور کوم چې په کابل کې د هغوی له جوړ شوي انځور سره ډېر توپیر لري له ځانه سره یوسي.

د یون په خبره، د طالبانو په مجلسونو کې زغم، حوصله، نرمي او له احساساتو خالي چلند ورته نوی وو او دا یې ترې حس کړې، چې هغوی اوس له شل کاله وړاندې طالبانو سره توپیر لري.

نوموړي ددې ترڅنګ یاده کړه، چې له طالبانو سره په ملکي تلفاتو په کمولو، له زندانیانو سره په ښه چلند، بین الافغاني مذاکراتو، د عامه پروژو په امنیت او نورو ګڼو مسایلو باندې غږېدلی، چې جزئیات به یې وروسته رسنیز کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

ولي یون صاحب دا اتلس کاله لکه چي په بهر کي ژوند کاوه چي اوس د طالبانو اصلیت ورته څرګند سو؟ تر دا اوسه پوري دی چیري وو چي د طالبانو په اصلیت یې ځان پوه کړی وای؟ دی تر اوسه په دې نه پوهېدی ، چي د دولت له خوا په کابل کي نه بلکي په ټوله نړۍ کي د هغو جوړ سوی تصویر واقعیت نه لري؟؟؟ او که حقیقت دادی چي دی او دده سره تللي نور کسان له پخوا د طالبانو په اصلیت پوه وه ، خو څنګه چي ګټه یې پکښي نه لیدل خولې یې پټي… نور لوستل »

اجمل

هدی ته: ګرانه: هدف همدا دی چی طالبان باید د کابل حکومت سره مدغم شی په هر شکل او څیره چی وی. مجاهدین هم چی کله په اول ځله کابل ته راغلل هغوی اوږدې ږیری درلودې یو مثالی یی معنوی د شمالی ټلوالی غړی او د پخوانی انتخاباتو ریس، هغه سړی وږده ږیره او پکل په سر درلود خو اوس یی ږیره هم لکه زما په شان لنډه شوی او د دریشی او نیکتایی خاوند هم شوی، همداسی ګورو سخنګویانو ته او د هغوی د معاونینو معاوینینو ته چی ټول هغه ماشومان دی چی له غربه راغلی او په پښتو… نور لوستل »

هدی

اجمل ورورکه ! لومړی باید زه ستاسي په جواب کي دا عرض وکړم چي حق او باطل هیڅکله د یو بل سره نه مدغم کیږي.او پاته سوه دا چي مجاهدینو په لومړیو کي اوږدې ږیري درلودې او وروسته وروسته د دریشي او نیکټایي څښتنان سول، فکر کوم تاسي زما د کومنټ په هدف نه یاست پوه سوي. ما د هغو پلوي نه ده کړې، بلکي د هغسي حالت له راتلو څخه بېره لرم چي بیا تکرار نه سي. او دا چي تاسي وایاست چي طالبان دي د پخواني امارت فکرونه نور نه کوي ،دا په دې معنا چي د اوسني… نور لوستل »

اجمل

یون کچیری نر یی اوس د خپل تلویزیون کی د طالبانو په درناوی سره یو پروګرام علیحده جوړ کړی چی د طالب مرام، مقصد د تلویزیون له لاری ټول ملت ته ورسوی. او کله ناکله دی د هغوی د مشرانو ویډیوی پیغامونه هم د خپل تلویزیون له لاری نشر کړی. اوس صرف ځان مطرح کول غواړی او بس.

مجاهد

اجمل وروره سلامونه ! ستاسی دا خبره چه یون صاحب دی ژوندون تلویزون کی نه یواځی دا بلکه تل د طالب مجاهدینو ( چه په سرونو او مالونو د خلکو، خاوری او خپلواکی د پاره شبه او ورځ قربانی ورکوی ) دغه سرښندنی هیوادوالو او نړیوالو ته کما حقه وړاندی کړی مګر ستاسی له دی خبری سره موافق نه یم چه وایاست : [[ اوس صرف ځان مطرح کول غواړی او بس. ]] الله ج فرمایی ( انا الانسان لفی خسر ) مونږ هر یو په ډیرو شیانو له اوله ښه او سم نه وو پوه شوی وروسته وروسته مو… نور لوستل »

غ.حضرت

تصویر او تصور او تمثیل ( عملی تمثیل) درې بېلی بېلی مقولې دی چی د افهام او تفهیم عدم توازن او عدم تنظیم ئې د اصلی هدف څخه د لیری کېدو لامل او سبب ګرځی.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx