افغانستان

ټرمپ د افغانستان په جګړه کې په جرمونو تورن نظامیان بښلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د امریکايي پوځ هغه دوه چارواکي بښلي، چې د افغانستان په جګړه کې په جګړه ییزو جرمونو ککړ بلل شوي وو.

کلنت لورنس او میتیو ګلوستین هغه دوه نظامي چارواکي وو، چې د امریکایي محکمو له لوري په جنګي جرمونو کې ښکېل بلل شوي وو؛ خو نن یې ولسمشر ټرمپ د عفوې سند لاسلیک کړ.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، کلنټ لورنس په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په کندهار ولایت کې په عامو وګړو ډزې کړې وې او دوه موټرسایکل سواره یې وژلي وو، چې له امله یې یوې امریکايي محکمې نوموړی مجرم وپېژاند او د ۱۹ کاله بند سزا یې ورته واوروله.

میتیو ګولستین هم په افغانستان کې د یوه داسې ولسي وګړي په قتل تورن وو، چې نوموړي د طالبانو د ماین جوړوونکي په تور وژلی وو.

د میتیو دوسیه هم په عدلي ارګانونو کې تر تعقیب لاندې وه او تمه وه راتلونکی کال محاکمه شي؛ مګر د ولسمشر ټرمپ امر نوموړی له زندانه خلاص کړ.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي پرسونل په جنګي جرمونو د پردې اچولو هڅه کوي، تر دې وړاندې هم د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې هڅه کړې وه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جرمونه وپلټي؛ خو امریکا یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی وو او خپل سرتېري یې له هر ډول عدلي تعقیب بري بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x