نړۍ

د سعودي په زندان کې يو بل ديني عالم «شيخ فهد القاضي» هم وفات شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان يو ديني عالم شيخ فهد القاضي له ۲۰۱۶ کال راهيسې په زندان کې و او د ۶۵ کالو په عمر په زندان کې وفات شوی دی.

په سعودي عربستان کې د بنديانو د چارو څارونکی ټويټر اکاونټ «معتقلي الرأي» ليکلي، شيخ فهد القاضي له تېرې اوږدې مودې راهيسې ناروغ و، خو د حکومتي چارواکو له لوري د هغه د صحت په اړه د قصدي بې پرواهي او ناغېړي له امله نوموړی شيخ په زندان کې وفات شو او په پلازمېنې رياض کې خاورو ته وسپارل شو.

سرچينې وايي، د ۶۵ کلن شيخ فهد القاضي جنازې ته زرګونو خلک راټول شوي وو.

د هغه د نيول کېدو لامل دا بلل شوی، چې شيخ فهد په يوه خطبه کې د شاهي ماڼۍ چارواکو ته نصيحت کړی و او تېره مياشت د محکمې له لوري په شپږ کاله بند محکوم شوی و.

د بند پر مهال له سختو وهلو او شکنجو سره مخ و، هلته يې روغتيايي وضعيت ترينګلی شوی و، د ناروغۍ په حالت کې په زندان کې ساتل شوی و او له وفات يو ساعت وړاندې روغتون ته لېږدول شوی و.

شيخ فهد په رياض کې د محمد بن سعود پوهنتون څخه شريعاتو او اصول الدين پوهنځي لوستي وو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اداره کې يې کار کړی و، وروسته يې د ښوونې روزنې په برخه کې دنده ترسره کړې وه.

د چارو څارونکي وايي، په سعودي کې د ديني علماوو او فعالانو ژوند ورځ تر بلې تريخيږي او بې دينۍ ته په کې ازادي ورکول کيږي.

له هغه وخته، چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد ټاکل شوی، په سعودي کې د مذهبي او ديني چارو اړوند ادارې له ناکامۍ سره مخ دي او په مقابل کې يې د سندرو، نڅاوو، سينمايي محفلونو او ورته نورو چارو ازادي مخ پر زياتېدو ده.

ميډل ايسټ ای ويب پاڼې ليکلي، محمد بن سلمان سعودي ته دومره زيان رسولی، چې د هغوی دښمن ایران يې نشي ور اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x