ورزش

د مسلمان فوټبالر عاجزي، د مسجد تشنابونو له وینځلو تر د اوبو بوتلونو وړلو – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د لیورپول لوبډلې مشهور مسلمان ستوری سادیو مانی د فوټبال په نړۍ کې په ځانګړې خاکسارۍ او غوره اخلاقو شهرت لري چې د نوموړي عاجزي په ټولنیزو رسنیو کې همیشه د مینوالو د بحث وړ ګرځېدلي وي.

اوس تازه په ټولنیزو رسنیو کې د سینیغالي لوبغاړي سادیو مانی یوه ویدیو خپره شوې چې نوموړی د افریقا د غوراوي سیالۍ څخه وړاندې د بس د یوه کارکوونکي سره د اوبو بوتلونو په وړلو کې مرسته کوي.

په ویدیو کې لیدل کیږي چې ۲۷ کلن سادیو مانی لوبغالي ته د رسیدو پرمهال له بس ښکته کیږي، یو کارکوونکی بې له بس څخه د اوبو بوتلونه ښکته کوي، د مانی نور ملګري تیریږي خو نوموړی کارکوونکي سره د مرستې په پار د اوبو دوه صندوقه له ځان سره اخلي او ځانګړي ځای ته یې رسوي.

دا لومړی وار نه دی چې مسلمان لوبغاړی سادیو مانی د خپلو ښو اخلاقو ښودنه کوي، بلکې له دې وړاندې نوموړي د انګلستان غوره لیګ سیالیو پرمهال د لیورپول ښار په یوه مسجد کې د نورو کارکوونکو سره یو ځای د مسجد تشنابونه پاکول.

https://twitter.com/EPLworld/status/1195080654427508736?s=20

له دې پرته د سادیو مانی دغه خوی هم مینوالو ته په زړه پورې دی چې د ګول وهلو یا لوبې ګټلو نه وروسته په لوبغالي کې د شکر سجده لګوي.

اوسمهال په افریقا کې د ۲۰۲۱م کال د افریقا جام لپاره غوراوي سیالۍ ترسره کیږي، چې د سادیو مانی لوبډلې «سینیغال» کونګو لوبډلې ته د نوموړي په ۲-۰ ماتې ورکړه، مانی تر دې دمه په روان کال سیالیو کې ۱۰ ګولونه وهلي دي.

سادیو مانی په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل ځان په اړه وایي چې په یوه غریبه کورنۍ کې لوی شوی، چیرې یې چې د خپلو درسونو سربېره په کوڅو کې فوټبال کاوه، د نوموړي په وینا، کورنۍ یې په بشپړ ډول د فوټبال مخالفه وه خو نوموړي به بیا هم په پټه فوټبال کاوه.

د لیورپول ستوري د مرکې پرمهال زیاته کړې چې هیڅکله یې دا نه دي غوښتي تر څو لس فراري موټرې، غوره ساعتونه او یا ځانګړې الوتکه ولري، «ما هیڅ زده کړې نه دي کړي، خو اوس کولای شم په خپله سیمه کې خلکو سره په زده کړو او نورو برخو کې مرسته وکړم، غواړم دوی ته مدرسې او لوبغالي جوړ کړم، جامې ورته واخلم او دوی ته خواړه ورسوم، غوره ګڼم چې هر هغه څه ماته څښتن راکړي خپلې کورنۍ او خلکو ته ورکړم».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x