په اوونۍ کې یو ساعت تمرین لویان د زړه ناروغۍ څخه ساتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د تازه ترسره شوې څیړنې له مخې هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ پورته دي کولای شي اوونۍ کې د یو ساعت لپاره د یوې ورځې په تمرین کولو د زړه حملې او فالج ګواښ له منځه یوسي.

څیړنه زیاتوي، هغه کسان چې په اوونۍ کې ۳ یا ۴ واره تمرین کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي د زړه ناروغیو ۱۱سلنه مخه نیولای شي.

دغې څیړنې په اوونۍ کې یوازې د یو ساعت لپاره د عام تمرین، تګ یا منډې په واسطه په روغتیا کې د مناسب بدلون ښودنه کړې، خو دوی زیاتوي چې که تمرین په اوونۍ کې یوازې دوه وارې ترسره شي هم د زړه ناروغۍ ۵سلنه مخنیوی کوي.

دغې څیړنې چې له یو ملیون زیات کسان په کې شامل شوي موندلې، هغه کسانو چې اوونۍ کې یې پنځه ورځې تمرین کاوه خو وروسته یې پریښی، په دوی کې د زړه ناروغۍ ګواښ ۲۷سلنه زیات شوی دی.

په څیړنه کې له پوهانو او ډاکټرانو څخه غوښتل شوي تر څو هغه کسانو ته چې عمرونه یې زیات دي د زړه ناروغۍ مخنیوي لپاره د تمرین سپارښتنه وکړي، ځکه چې د غوره روغتیا لپاره تمرین تر ټولو اړین دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د