افغانستان

طالبانو د ننګرهار ټولې سيمې له داعش جګړه مارانو پاکې کړې، سلګونه داعشيان حکومت ته تسليم شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې طالبانو د داعش جګړه مارانو وروستي مرکزونه هم په بشپړه توګه نیولي او نږدې درې سوه داعش جګړه ماران له خپلو بچيو او ښځو سره حکومت ته تسليم شول.

د سيمو ګڼ شمېر خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، له خوږياڼو او شيرزادو ولسوالیو وروسته طالبانو د شينوارو اچين ولسوالۍ کې هم د هارون بابا، اوغز، کڅونه، مامند، تختو او نورې ټولې سيمې له داعش جګړه مارانو پاکې کړي دي.

د ځايي خلکو په وينا د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو دره کې د «شنډونې» په نوم کلی د داعشيانو وروستی مرکز و، چې تېره ورځ ترې ټول داعشيان وتلي او حکومت ته تسليم شول او طالبانو نن دغه کلی هم تصفيه کړ.

د طالبانو د تېرو څو مياشتو عملياتو پر مهال سلګونه داعشيان وژل شوي او سلګونه نور يې حکومت ته تسليم شوي دي.

تېره ورځ هم حکومت وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې شاوخوا شپږ سوه داعشيان له خپلو ښځو او بچيانو سره حکومتي عسکرو ته تسليم شوي دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني او نور چارواکي حکومت ته د داعشيانو تسليمي لويه لاسته راوړنه بولي، خو د سيمې خلک وايي، کله، چې داعشيان د طالبانو له لوري کلابند شي، حکومتي او بهرني عسکر د طالبانو پر ليکو بمبارۍ او عمليات پيل کړي او داعشيان د طالبانو له محاصره خلاصوي.

طالبانو هم منلې، چې حکومتي عسکر تل هڅه کوي، داعشي جګړه ماران د دوی له محاصرې خلاص کړي.

د طالبانو سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي شورا يو شمېر اوسني او پخواني غړي او د چارو کارپوهان وايي، امريکا او ګډ حکومت د داعشيانو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې دغه جګړه ماران د طالبانو ضد جګړو کې د خپلو موخو لپاره وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x