
کابل: د لویې څارنوالۍ څلور تنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ څلور تنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لویې څارنوالۍ ویاند «جمشید رسولي» اریانا نیوز ته ویلي، چې یادو کسانو ته د قره باغ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د بګرام هوايي اډې ته په لار باندې نامعلومو وسلوالو ورباندې برید وکړ.
د رسولې په خبره، په برید کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
بل لور ته د قره باغ ولسوالۍ ولسوال «عظیم دل اقا» وايي، پېښه د کابل-شمال په لویه لاره سبز سنګ نومي کلي کې رامنځته شوې.
د نوموړي په قول، په برید کې درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.