افغانستان

کرزی: امريکايي عسکر بايد د يوه منظم پلان له مخې له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د بهرنيو پوځيانو وتل اړين دي او امريکا بايد د يوه منظم پلان له مخې خپل ټول عسکر په تدريجي توګه له افغانستانه وباسي.

حامد کرزي زياته کړې، د روسيې په شمول د سيمې ټول هېوادونه بايد له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره په ګډه همکاري وکړي.

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې پر افغانستان د امريکايي یرغل پر مهال حامد کرزی د لنډ مهالي، ورپسې د منځمهالي حکومت او دوه دورې د ټاکنو له لارې د افغانستان ولسمشر ټاکل شوی و، چې ټولټال څوارلس کاله واکمني يې وکړه، خو د خپل واک په وروستيو کلونو کې يې له امريکا سره مخالفت رسنيز شو او وخت پر وخت يې د امريکا له لوري د ملکيانو په وژنو نيوکې کولې.

خو له تېرو پنځو کلونو راهيسې، چې له واکه لرې شوی، د امريکايي عسکرو پر ضد توندې څرګندونې کوي او وخت پر وخت د بهرنيو پوځيانو د وتلو غوښتنه کوي.

د کرزي سربېره ډېری سياستوال او ديني علماء هم د بهرنيو پوځيانو د وتلو غوښتنه کوي او وايي، چې د سولې لپاره د امريکايي او ناټو عسکرو وتل اړين دي.

تېره ورځ هم په کابل کې د جمعيت اصلاح په مشرۍ د ديني علماوو يوې غونډې په خپل پرېکړه ليک کې وويل، په افغانستان کې د امريکا اتلس کلنه جګړه د افغانانو په زيان ده او نور بايد امريکايي اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

کرزی یولوی ټګمار، درواغجن، دی. داچی تنده لهجه کاروی، داهم یودستوری عمل دی.اودا غل، ډاکو، غاصب بیا یو لوی پلان لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close