اشرف غني بیا ګیدړه خلاصه کړه

جیلاني پښتون

د اولس په عامه محاورو کې د هر کار لپاره بیلابیل کنایات او کوډونه موجود دي، زموږ په سیمه کې چې څوک په سپین میدان شنه دروغ ووایي نو خلک یې په اړه وایي: پلاني ګیدړه خلاصه کړه . . .  دغه راز دا هم ویل کیږي: میزایل یې شاټ کړ. خاوره یې کش کړه، جرابه یي کش کړ، په کې کیناست او دغسې نور اصطلاحات . . . په هر حال

اشرف غني چې د ټاکنیزو لاپو شاپو، دروغو او ګیدړو خلاصولو له موسم څخه تازه را فارغ شوی دی، نن یې یو ځل بیا خورا ستر او ښکرور دروغ وویل او د ټول پنځه دیرش میلیوني اولس په وړاندې یې د درواغو میزایل شاټ کړ. په دې خو به خبریاست چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې داعشیانو د ننګرهار په جنوبي ولسوالیو شیرزاد، خوګیاڼو، هسکه مینه، اچین او د سپین غر په نورو هسکو سیمو کې سنګر نیولی و. له هماغه ځایه یې په ښارونو خونړي بریدونه کول. په کابل، جلال اباد، غزني، هرات، ګردیز او ګڼو نورو ښارونو کې یې بیا بیا ډله ییز قتلونه وکړل. په سلګونه ملکي وګړي یې ووژل. خو په وړاندې یې د اشرف غني په مشرۍ حکومت او امریکایان د نندارچیانو په حیث کرار ناست ول او یوازې یې د داعش لخوا د وژل شویو افغانانو شمیرې اعلانولې.

دا چې طالبان په واقعي معنی د دې وطن او اولس په درد خوږمن او د مسلمان اولس وفادار بچیان دي، څو میاشتې وړاندې یې د داعشي فتنې د محو کولو په غرض په سپین غر پراخ عملیات پيل کړل.طالبانو  د شیرزادو له استقامت په داعش عملیات پیل کړل. شیرزاد، خوګیاڼي، پچیر اګام او هسکه مینه ولسوالۍ چې په غرنیو سیمو کې یې خارجي او داخلي داعشیانو محکم سنګرونه جوړ کړي وو، طالبانو یو په پل پسې د داعش مورچلې ماتې کړې، د ماینونو له کمربندونو ورتیر شول او داعش یې د هسکې مینې ، اچین او کوټ پر خوا وتمباوه.

کله چې طالبانو داعش د اچین او کوټ په تنګیو کې کلابند کړ او نور نږدې وه چې وروستي پاته کسان یې مکمل له منځه لاړ شي، دغه وخت د اشرف غني قواوو د شمال له خوا دې سیمې ته ځانونه نږدې کړل، دوی داعش ته د تیښتې لار خلاصه کړه او بیا له هغه وروسته روزانه په رسنیو کې خبر راځي چې نن دومره داعشیان له حکومتي قواوو سره یو ځای شول.

لوړ تفصیل ته پام سره ویلی شو چې د سپین غر په درو او تنګیو کې داعش ته طالبانو شکست ورکړ او حکومتي عسکرو یوازې دا وکړل چې داعش له نهایي هلاکت څخه وژغوري هغوی ته یې په خپله غیږ کې پناه ورکړه او د جوزجان د درزاب په شان یې د هغوی پالنه په غاړه واخیسته.

وروستي خبرونه دا دي چې طالبانو د کوټ او اچین ولسوالیو په تصفیه سره په ننګرهار کې د داعش موجودیت ته مکمل د پای ټکی ایښی دی. طالبان ښایي ژر یا وروسته د دې عملیاتو مکمل جریان او جزیات بیان کړي، خو عجیبه دا ده چې نن اشرف غني داعش ته د شکست ورکولو دعوه کړې او ویاند یي صدیق صدیقي وایي چې اشرف غني خپلو ځواکونو ته د داعش ماتولو له امله مبارکي ویلې ده.

که اشرف غني رښتیا د داعش د ماتې نسبت ځان ته کوي نو معنی یې دا ده چې دغه سړی د شرم په نوم هیڅ شی هم نه پیژني. ځکه اولس ټول خبر دی، په تیرو څو  میاشتو کې یې د طالبانو ځواکونه لیدلي دي او دا ورته معلومه ده چې د سپین غر درې او ځنګلونه چا له وحشي داعشیانو تصفیه کړل.

که په فیسبوک کې د عامو خلکو اظهارات او تبصرې وکتل شي، ټول اولس د داعش شکست د طالبانو کارنامه بولي او د اشرف غني په مشرۍ حکومت د داعشیانو په ژغورولو متهموي. خو له دې سره سره اشرف غني بیا هم په سپین میدان شنه دروغ وایي او فکر کوي چې اولس سترګې او عقل نه لري.

دروغ د هر چا لپاره بد کار دی، خو داسې یو څوک چې د هیواد د مشرۍ دعوه هم لري، د هغه لپاره داسې ښکرور دروغ ویل یا په اصطلاح ګیدړې خلاصول، یو مخ د پوزې پرې کیدل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

غنی شرم او حیانلری.درواغ په اسلام کی لویه ګناه ده، دغنی اسلامی عقیده یی هم په تغرغر کی ده.

جلال
میلمه
جلال

بلکل صحیح خبره دی وکر، کاملا موافق یم. دا بی شرف مفلس خو د پلار عاق یو ذلیل او بیناموس انسان دی، چی اصلا حیا او غیرت نه پیژنی. ویل کیژی چی، دا رذیل حتی د کمونستانو په وخت کی، د هغوی د استخباراتو اداری (خاد) نه، منافقت او جاسوسی لپاره پیسی اخیستل. حقیر او ذلیل نه به غیر سوک نوکر کیدای شی؟

پتنګ
میلمه
پتنګ

متل دی چې وایې : ډم یم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور ! !! تف لانت پر دي فاسد!