افغانستان

ارګ: انس حقاني او ورسره ملګري لا هم په زندان کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ویاند «صدیق صدیقي» وايي، انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان لا تر دې دمه د افغان حکومت په زندان کې دي او د امریکایي پوهنتون له استادانو سره یې تبادله نه ده ترسره شوې.

صدیقي په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لا تر دې دمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په زندان کې دي، د طالبانو له لوري د تبادلې د شرایطو نه رعایت کول د یادې پروسې د ځنډ لامل وګرځېد.»

نوموړي زیاته کړې « افغان حکومت د بندیانو تبادله بیا ځلې تر نظر لاندې نيولې او د ملي منافعو په پام کې نیولو سره به نوی تصمیم ونیسي.»

انس حقاني د طالبانو د مرستیال مشر «سراج الدین حقاني» ورور، مالي خان د نوموړي ماما او حافظ رشید د طالبانو د قطر دفتر د غړي «محمد نبي عمري» ورور دی، چې څو ورځې وړاندې یې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو سره د تبادلې خبر ورکړ.

که څه هم ګډ حکومت د طالبانو له لوري د تبادلې د شرایطو نه پوره کول د تبادلې د ځنډ لامل بولي؛ خو طالبانو لا هم په دې برخه کې کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

له چا سره یی تبادله وی؟ دوه وجی دی:
۱) کچیری د امریکایی پوهنتون دوه استادان وژل شوی وی بیا؟
۲) ممکن دا استادان په پاکستان کی وی او پنجابیان غواړی چی تبادله دی په پاکستان کی ووسی چی کریدت یی پاکستان تر لاسه کړی او طالبان نغواړی چی تبادله پاکستان کی وشی. زما په اند امریکایی استادان یا وژل شوی او یا د پنجابیانو په لاس کی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x