افغانستان

بهرنيو الوتکو په کندهار کې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د بهرنيو ځواکونو الوتکو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر پوسته برید کړی دی.

د کندهار امنيتي سرچينې وايي، دا پېښه د ميوند ولسوالۍ په شلغمي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په حواله، په دغه هوايي برید کې لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي او د ملي اردو څلور عسکر ټپيان دي.

د کندهار ولايت چارواکو او په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم بهرنيو ځواکونو د لوګر ولايت مرکز «پل علم» ته څېرمه خضر سيمه کې هم بهرنيو الوتکو د دولتي عسکرو پر پوسته برید کې اوو تنو ته مرګ ژوبل اړولې وه.

له تېرو څو کلونو راهيسې د بهرنيو پوځيانو له لوري وخت پر وخت د دولتي عسکرو پر پوستو بریدونه کيږي، خو د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه يې په دې اړه کوم رسمي شکايت کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عیسوی او یهودی اشغالګر د بلواک او خپلواک پروا نه لری به نوم مسلمان د هغوی دشمن دی ، که یو کس ته د عملیاتو وخت کی د درد د نه احساسولو دپاره نیشه یی دوا ورکړی شی هغه ناروغ د څو ساعتو د پاره درد نه احساسوی کله چه د دوا موثریت اخر ته رسیږی ناروغ دردونه احساسوی. اشغلګر د ګوتو به شمار غلامان بیلونر او نور نهه نوی سلنه خلک د فقر او سواد له کچی شکته کوی کله چه یو سړی غریب او وږی او ورسره بی سواده او نابوهه وی نر هغی چه غریب او نابوهه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close