د ابراهيم صياد دوه غزلونه

ابراهيم صياد

اوښکو مې باران په زړګي ډیر وکه
مینه، تلوسه یې په کې مړه نه کړه

حس د ذایقې مې زهرو مړ که خو
ستا د خولې مزه یې په کې مړه نه کړه

درد مې د زړګي په جام کرخت نه شو
ټوله اندیښنه یې په کې مړه نه کړه

خلکو عاشقان په مرګي مړه کړه خو
عشقه فلسفه یې په کې مړه نه کړه

غم ته د زلمو زامنو پاتې شوه
هغه بیچاره یې پکې مړه نه کړه

شکر چې ادکه یې ژوندۍ پاتې
شکر چې ډیوه یې په کې مړه نه کړه

هجر د صیاد په زړګي مات که خو
ستا د یاد نغمه یې په کې مړه نه کړه

سره وران به شو

نه ګورو یو بل ته سره وران به شو
سترګو او کجل ته سره وران به شو

ګوره که مزل مو د اخلاص نه وي
رسو چې منزل ته سره وران به شو

دا د پیښور نرمه هوا ښه ده
نه به ځو کابل ته سره وران به شو

تا د یار په زلفو کې زغمی نشم
ومې ویل ګل ته سره وران به شو

ورور ته مې ویلې دغه لږ ښې دي
وه چې رسو شل ته سره وران به شو

لرې کړه صیاده نږدې مه راوړه
ګوتې دې اوربل ته سره وران به شو

ابراهیم صیاد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د