د فکر له سنګره!

قدرت الله ” جواد “

د حق د لارویانو او د طاغوت د پیروانو ترمینځ شخړه، او جار جنجال د اوسنۍ پیړۍ زیږنده نه، بلکې دا یو اوږد تاریخ لري، چې د بشریت د تاریخ له پیل څخه سرچینه اخلي، د تاریخ په اوږدو کې د تل لپاره د طاغوت لارویانو هڅه کړې ده چې د حق د مخنيوي په لار کې خپل زور وازمايي، بشر له دې رڼایي څخه بې برخې او د تورتم کندې ته یې ور ګذار کړي، ترڅو د نفس د غوښتنو سره لاس او ګریوان شي، او طاغوتیان په دې ډول الهي نور په خپل ګمان له منځه یوسي.

ددې تاریخي اوږده تاوتریخوالي په لړ کې د کفر یو مهم ګذار د اسلام په مقابل فکري جګړه ده، د فکري جګړې اصول دي چې مستعمره هېوادونه له دیني، سیاسي، علمي، فرهنګي، او اقتصادي پلوه هر اړخیز او دائمي تسخیر، ملت یې په مختلفو غولوونکو نومونو له خپلو دیني اساساتو او ملي ارزښتونو څخه لرې وساتي، فکري انحراف او تذبذب ته لیار هواره کړي، ځوان نسل په خپلو دیني مقدساتو او اسلامي شعائرو شکمن کړي، د ماډرنيزم او عصریتوب په پلمه عیاشي او فحاشي ترویج، د مساوات او برابرۍ په نوم علمي مراکز د نامحرمو د اختلاط مسکن وګرځوي.

د مسلمانو علمي او فکري شخصیتونو د تاریخ محوه کولو په پار د منحرفو، سیکولرانو او کمونستانو بېهوده تاریخ د تعلیمي ادارو نصاب ته ورداخل او د زدکړیالانو ذهنیتونه د یو ډول اضطراب ښکار کړي، ترڅو په دې کړنو سره ظالم استعمارګر خپل سیاسي، او فکري تسلط مستحکم، او د ابد لپاره د مستعمره هېواد ملت د خپل مخلص غلام وګرځوي.

حقیقت دادی هغه مهال چې زمونږ ملت خپل ځان د امریکایانو مادي او نظامي پرمختګ په مقابل کې ولید د حقارت، مظلومیت او ذلت احساس یې وکړو عقیدوي کشمکشونو سره مخ شو، د هر فکري او فرهنګي لغزش د توجیه لپاره به یې ښه په جرئت سره ویل “مونږ باید د غربي نړۍ تقلید وکړو ترڅو د نورې نړۍ سره سیالان شوو” همدې جملې زمونږ اکثریت ځوانان په فکري لحاظ داسې یرغمل کړل چې د اسلام ټول حدود یې کراس، او امریکا ته په خدمت کې دومره مخلص شول چې د اسلام او مسلمان سره دښمني یې د غرب له ځناورو هم خطرناکه شوه.

په دې باب زمونږ د پوهانو، علما‌‌‌ء کرامو او ادیبانو رسالت دادی او دا به مو ستر موفقیت هم وي چې د هېواد د ځوان نسل د کمتري احساس او د غرب په وړاندې خود باختګي یې محوه، د اسلامي نظام له مزایاوو یې خبر، د اسلام د معتدلې او متوازنې پالیسي ټول ابعاد ورته تشریح کړو.

په دې یې هم پوه کړو چې اسلام د ارتجاع او تأخر دین ندی.
اسلام دغلامي او باداري فلسفه ختمه او په بدل کې یې انسانیت او بشریت ته د عزت او شرافت ژوند کولو اسلوب ورزده کړل.
اسلام د استقلال او آزادي اهمیت نړیوالو ته ور وپېژنده.
اسلام ملتونه له اسارته خلاص کړل……

د اسلام د تللي ځواک د بیا را ګرځیدو، په ټوټو ویشل شوي امت د بیا را غونډيدو په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د