محکمې د نواز شريف پر بهرني سفر لګېدلی بنديز پورته کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور کې مرافعې محکمې پخواني لومړي وزير نواز شريف ته د درملنې لپاره د بهرني هېواد د سفر اجازه ورکړې ده.

نواز شريف له تېرو څو مياشتو راهيسې د ګوردو، شکرې او زړه له ناروغۍ کړيږي، د هغه ګوند او کورنۍ غوښتل، چې نوازشريف د درملنې لپاره لندن ته لاړ شي، خو حکومت ترې د بېرته راګرځېدو لپاره ضمانت غوښتی و.

د پاکستان د قانون وزير فروغ نسيم ويلي و، د نواز شريف کورنۍ بايد حکومت ته د اوو ميلياردو کلدراو بانډونه د ضمانت په توګه کيږدي، چې نواز شريف به بېرته هېواد ته راستنيږي.

مسلم ليګ نواز ګوند د حکومت دغه شرط رد کړی و او د لاهور مرافعې محکمې کې يې د حکومت د شرطونو پر خلاف عریضه کړې وه.

د نواز شريف کشر ورور او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف د لاهور مرافعې محکمې ته عریضه کړې وه، چې نواز شريف ته بايد د درملنې په موخه لندن ته د تګ اجازه ورکړل شي.

محکمې د حکومت شرطونه رد کړي او نواز شريف ته يې اجازه ورکړې، چې د څلورو اونيو لپاره د درملنې په موخه لندن ته لاړ شي او که روغتيايي وضعيت يې ښه نه شو، نو هلته د ده د پاتې کېدو په اړه له سفارته غوښتنه کولی شي.

شهباز شريف د خپل مشر ورور په اړه د محکمې پرېکړه ستايلې او زياته کړې يې ده، چې دا د ټول ملت، د ميندو، خويندو، د ګوند ملګرو او د مور دعا ده، چې د نواز شريف د درملنې پر وړاندې شته خنډونه لرې شول او بهر ته د سفر اجازه ورکړل شوه.

د پاکستان حکومت وايي، د محکمې د پرېکړې په اړه به له خپلمنځي سلامشورو وروسته خپل دريځ اعلان کړي.

د پاکستان احتساب محکمې پر نواز شريف تور پورې کړی، چې له خپلې سرمايې او ګټې زياتې پانګې لري او پر همدې تور يې په اووه کاله بند محکوم کړی، خو نواز شريف پر خپل ځان لګېدلي تورونه رد کړي او اوس له زندانه په ضمانت خوشې شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

نواز شریف واقعاً چی یو شریف شخص دی البته طرفداران او خپلوان او ګوندیان ئې تر ده لا شریف خلګ دی، د شرافت لویه نښه ئې دا ده چی:
دا دُعا ئې نه ور ته کول چی وولس ته د خدمت توفیق پیدا او د خیانتونو څخه په امان وی خو دا دُعا ئې ور ته کړېده چی یو څو ورځی د زندان څخه رخصت او د خپل بادار په کور ( لندن) کی تداوی سی. عجب کاږه واږه خلګ دی دا پنجاپیان.