غزل: طالب الهام

طالب الهام

مونځ کې دخدای سره اړیکه دهرکس ماتوي
وینه چې وځي سرایت وکړي اودس ماتوي

چې دژوندون دوحشتونو تور قفس ماتو
لکه ځوانان دکندهار بویه محبس ماتوي

د دغې سیمې مؤمنان بویه هندوان جنابه
لاش به مې وسیزي لګیادي ځکه خس ماتوي

اوس که لګښت پې دپیسوښه بې حسابه کوي
سپینه ماڼۍ به بیا غازي طالب واپس ماتوي

طالب الهامه بس دهغې نڅاګرې نجلۍ
شرنګ دخلخال به یې ګونګی غږ دجرس ماتوي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د