غزل؛ خالد جان عابد

خالدجان عابد

ځار چې میلـمه پـاله وي او خلاصې دروازې لري
څوک چې پښتنو غوندې حجرې لري جـرګې لري

ربه ته یې واخلئ او د ځمکې څخه یی لاندې کړئ
څوک چې مو محراب ممبر ته سپــکې ارادې لري

خــــوږ ده له خپــــل ورور او له نږدیو اقرباوو نه
لــــرې پــــردي خــلک چې خپلوي د عقیـــدې لري

ځـــــکه خو له ګران افغانســـتان ځينې ځــاریږمه
دا چــــې یــــرغــلګرو ته ډنــډې لري بوشـکې لري

نور چیرته پیدا کړئ غلامان ورځینې جـــوړ کړئ
دا خـــــلک لـــه وخــته حمـاسې لري کیسـې لري

لـــوړ به په دنیــا او آخـــرت کې وي یقین مو ده
څـــوک چــې د جـهاد چغې نـارې لري جذبې لري

دا خلک مې خوښ دې که خوشحاله او خپه یی ته
تورې چې پګړې یې وي او سپینې چې جنډې لري

ولــئ به “عــــابد” ترې قــربانیږي نه؟ ځـاریږي نه؟
څــوک چې تورې سترګې تورې څڼې او شملې لري

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د