ورزش

افغان لوبډلې د کريم جنت په مرسته پر ويسټ انډيز لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي کريم جنت د ويسټ انډيز پر وړاندې دويمه سيالۍ کې په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان او ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه شل اوريزه لوبه کې کريم جنت په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې او افغانستان ته يې د ۴۱ منډو په توپير لومړۍ بريا ورپه برخه کړه.

په ياده سيالۍ کې راشد خان پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه، د حضرت ځاځي لخوا غوره پېل وشو، خو د تېر په څېر يو وار بيا منځني لوبغاړو د پام وړ لوبه ونکړه، په وروستي اورونو کې د نجيب او ګلبدين ۴۴ منډو ملګرتيا ويسټ انډيز ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې د ويسټ انډيز لوبډلې لومړی ویکټه نوین الحق وسوزوله خو وروسته کريم جنت پنځه غوره او مهمی ويکټې واخيستې، د نوموړي سره راشد خان او ګلبدين نائب هم په توپ اچونه کې مرسته وکړه، چې بالاخره د ويسټ انډيز لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

کريم جنت د لوبې اتل وبلل شو، نوموړي لومړی په توپ وهنه کې په ۱۶ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې، او بیا يې په توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې ۱۱ کمې منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوزول.

آلراونډر کريم جنت چې د شپږيزې سياليو غوره لوبغاړی هم نومول شوی و، په دریواړو پنځوس اوريزو او لومړۍ شل اوريزه سیالۍ کې نه ځای نه و ورکړل شوی، خو په دويمه سيالۍ کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.

افغان لوبډلې د ويسټ انډيز پر وړاندې يو ورځنۍ لوبې په ۳-۰ وبايللې، له هغې وروسته يې په لومړۍ شل اوریزو سيالۍ کې هم ماتې وخوړه، مګر اوس يې سيريز يو-يو مساوي کړ چې دريمه سيالۍ کې به د لوبلړۍ ګټونکی ټاکل کيږي‌. دريمه سيالۍ به سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x