سیونتس «savants»، ځیرکتیا که ناروغي؟

مسعود څمکني

سیونتس savants کېدلی شي چې ووایو دا یوه ناروغي ده، داسې یوه ناروغي چې که کوم انسان كې دغه ناروغي موجوده وي د هغه ذهن په یوې خاصه برخه کی ډیر زیات تیز وي او کولی شي چی یو څه ډیر په چټکۍ سره زده کړي، په دومره چټکۍ سره که یو څه یې صرف یو ځل د نظره تیر شول نو هغه یې زده کیږی.

په نړۍ کې ډیر کم خلک داسې ناروغان شته چې د خپلی ناروغۍ له برکته يې ذهن دومره چټک او تیز وي چې په کمه موده کې ډیر څه ویلی او زده کولی شي. د مثال په توګه د امریکا اوسیدونکی Kim Peek کیم پیک یې ښه مثال دی چې هغه څه د پاسه دولس زره کتابونه مطالعه کړي وو او دا ټول یې یاد يا په ذهن کی پاتې وو.

دغه کس په 1951 کی پیدا او 2009 کی مړ شوی دی. ده بیلابیل کتابونه یاد کړي وو او همدارنګه کیم حاضره حافظه هم لرله، یعنې که کوم لیکل شوې مواد به یې مثلا په اخبار یا کوم بل څه کی ولیدل نو هغه به یې په یاد کې پاتې کېدل او بیا تری هیڅ نه هیریدل. ده همدارنګه که کوم څه به یې په جنترۍ کی ولیدل نو نه تری هیریدل او که چا به تری وپوښتل چې په پلانۍ ورځ چې پلانکي کار پکې شوی یا پیښه پکی رامنځته شوی وه د څه ورځ وه، ده به هغه ورځ په دقیق ډول ورته ښودله.

دغه شان خلک ذهن قوي وی او اکثره یې د اوتیزم Autism ناروغۍ هم لري او د اکثرو مشکل یې بیا دا هم وي چې دوی دژوند عادي کړه وړه هم نشي تر سره کولی. مثلا ویل کیږي چې کیم به د ژوند تر اخيره هم دخپل کمیس یا جمپر تڼۍ نشوې تړلی او کله چی نوموړی ماشوم و نو د کتاب لوست یي د یونیم کال په عمر کې زده کړل خو د څلورو کالونو پورې یې نشول کولی چې وګرځي او ستونزې يې درلودلې. خپله کیم په اته پنځوسو کلنۍ کې د زړه په ناروغی ومړ.

ویل کیږي چې د ۷۰ نه تر ۸۰ سلنه د سیونتس ناروغان د اوتیزم ناروغي لري. کله داسي هم کيدای شي چې دغه د سیونتس ناروغي د ضربې خوړلو او یا د ايپیلیپسی epilepsy له وجي رامنځ ته شي خو بیا دغه سیونتس ناروغان دومره تکړه او یا تيز ذهن والا نه وي لکه هغه کوم چې پیدایشي دا ناروغي د اوتیزم ناروغۍ سره لري. په بله مانا، سیونتس جمعه اوتیزم هغه کسان دي لکه کیم پیک چې پخوا یې یادونه وشوه.

اګر که ددغه ناروغانو ذهن ډیر چټک او زر یو څه زده کولای شي خو دغه کسان په پریکړه کې بیا دومره کمزوري وي چې دوی اکثره وخت یوه عادي پریکړه هم نشي کولای.

دغه ډول ناروغان په یو څو مشخصو برخو کي ښه مهارت لري لکه هنر، موسیقي، پیاوړې حافظه، حساب کول، د نقشې پیژندل او همدارنګه د جنترۍ پیژاندلو کې هم ښه مهارت لرلی شي خو داسې سیونتستان کم وي چې دغه ټولو کې هممهاله تکړه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د