د سعودي ولیعهد جاپان کې د فوټبال سیالۍ لپاره د مینوالو مفت لیږلو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان جاپان کې د سعودي کلب «الهلال» فوټبال سیالۍ لپاره له سعودي څخه جاپان ته د مینوالو مفت لیږلو اعلان کړی دی چې ددې لپاره یې ۴ ځانګړې الوتکې چمتو کړي دي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور سره سم، جاپان کې په کیدونکې اسیایي چمپينز لیګ سیالیو کې د سعودي «الهلال» کلب لوبډله هم ګډون کوي، چې د لوبغاړو زړورتیا او هڅولو لپاره درې ورځې وړاندې د سعودي ولیهد له سعودي څخه د ښځو او نارینه و په ګډون د الهلال لوبډلې مینوالو مفت لیږلو اعلان وکړ.

ابن سلمان دغه اعلان د ریاض په سعود پوهنتون لوبغالي کې د الهلال فوټبال کلب د بریا پرمهال چې د جاپاني کلب پر وړاندې یې په ۱-۰ خپله کړه، وکړ، نوموړي په دې هکله اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه تر څو بشپړ چمتو والی ونیسي.

د جاپاني کلب او الهلال کلب ترمنځ دویمه سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د جاپان په سایټاما لوبغالي کې ترسره شي، چې د سعودي څخه به د خپلې لوبډلې د هڅولو لپاره څلور الوتکې مینوال جاپان هېواد ته مفت سفر وکړي.

محمد بن سلمان چې سعودي کې لوبو ته په ځانکړي ډول فوټبال ته زیات اهمیت ورکوي، غواړي په دې ډول وګړي پر بېلا بېلو لوبو بوخت او دې سره اشنا کړي، په همدې موخه یې په تیره اوږدو کې د سعودي په ریاض ښار کې د فوټبال سربېره د ریسلینګ لوبو ته هم ځانګړې وده ورکړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د