نړۍ

په بلوچستان کي په تیرو درو کلنوکي دیرش کسه استاذان وژل شوی دی

Balochistan-university-dashtari(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۲) کوټه:په بلوچستان کي په تیرو درو کلنو کي داتو پرفیسرانو په شمول دیرش تنه استاذان وژل شوی دي، یونیم کال مخکی وژل شوی دبلوچستان دپوهني دوزیر وژونکي هم تراوسه پوري ندي نیول شوی، په بلوچستان کي په تیرو درو کلنو کي اته کسه هغه پروفیسران چي غوښتویی دبلوچستان ځوانان دعلم اوپوهي په زیور باندي اراسته کړی دنامالومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

چي دهغوي له جملي څخه یو هم دبلوچستان دیونیورسټي مرستیال پروفیسر صفدرکیاني، پروفیسر خورشید انصاري، پروفیسر ناظمه طالب، اوپروفیسر صبا دشتیاري، دتعمیرنو پوهنتون مشر استاد فضل باري ، دکامرس پوهنتون پروفیسر استاد امانت علي بیګ، دډګري پوهنتون پروفیسر ډاکټرمحمد سرور، اوهمدارنګه دبولان میډیکل کالج پروفیسر ډاکټر ممتاز حیدرنقوي شامل دي،

اوهمدارنګه دبلوچستان ایالت په نورسیمو کي له دیرشو څخه زیات استاذان وژل شوی دي، دبلوچستان دپوهني وزیر شفیق احمد خان چي په دوه زره نهم کال کي دنومبر پر۲۵ تمه نیټه وژل شوی وو، له یو نیم کال تیریدو څخه سره سره تراوسه پوري دنوموړي وژونکي نه دي نیول شوی

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x