
یمن کې ۱۳۷ کلن سړی مړ شو، خو د اوږد عمر راز یې په څه کې و؟
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د یمن هېواد تر ټولو زیات عمر لرونکی کس «احمد محمد الخلیفي» د ۱۳۷ کالونو په عمر مړ شو، چې د بچیانو، لمسیانو او کړوسیانو شمېر یې ۱۸۳ تنو ته رسیږي.
د سعودي ورځپاڼې ۲۴ د راپور سره سم د یمن هېواد په عتق ايالت شبوه سیمه کې احمد الخلیفي د ۱۳۷ کالو په عمر په داسې حال کې مړ شو چې د شکر او زړه ناروغیو سربېره یې هیڅ روغتیایي ستونزې نه درلودې.
د احمد الخلیفي کورنۍ د نوموړي د اوږد عمر راز په اړه وایي، الخلیفي د مړ کېدو څخه څو شېبه وړاندې تګ راتګ کاوه او خپل ټول کارونه یې په خپله کول، خو نوموړي کله غوړ لرونکی خوراک نه دی کړی، په نهاره یې شات هیڅکله نه هېرول، د اوزې شیدې یې څښلې، کورني غوړي یې خوړل او پیدل کرځېدل یې ډير خوښول.
د نوموړي کورنۍ غړي زیاتوي چې احمد الخلیفي د نیکو اخلاقو څښتن و، هر وخت یې خوشاله مزاج ساته او په خوله به یې خندا وه، کله مو هغه خپه او په تشویش کې نه دی کتلی، ددې سربېره یې عام خواړه خوړل او پيدل تګ یې د اوږد عمر راز کیدلای شي.
هو، په نني عصر کې ګڼ شمېر کیمیاوي خواړه، مصنوعي غوړي استعمالول، ورزش او تمرین نه کول، پيدل تګ نه خوښول او طبیعي خوراکونه نه کول د وګړو عمرونه تر ډیره کم کړي دي، خو بالعکس د پوهانو په وینا یوازې په پرلپسې توګه ورزش کول هم د انسان عمر یوه لسیزه اوږدولی شي.