ټاکنو کميسيون: د متنازعو رايو بيا شمېرنه له سره پيلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک مشرې حوا نورستاني ويلي، نن يکشنبه به د ۸۲۰۰ محلونو  د جنجالي رايو شمېرل به له سره پيل کړي.

مېرمن نورستاني زياته کړې، چې د ټاکنيزو ډلو له استازو سره تر سلامشورو وروسته يې هغوی ته قناعت ورکړی او د هغوی په مشوره يې د جنجالي رايو بېرته شمېرلو پرېکړه کړې ده.

د ټاکنو کميسيون مرستيال عصمت الله هم رسنيو ته ويلي، د ولسمشريزو ټاکنو جنجالي رايو شمېرنه به پيل او په لنډ وخت کې پای ورسيږي.

د اشرف غني په مشرۍ له «دولت جوړوونکي ټيم» پرته ډېری ټاکنيزو ډلو د جنجالي رايو له بيا شمېرلو سره مخالفت کړی دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې ټيم»، همدارنګه د ولسمشريزو ټاکنو نورو نوماندانو ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل د جنجالي رايو له بيا شمېرلو سره مخالفت ښودلی و او په ټاکنو کميسيون کې يې خپلو ناظرينو ته ويلي و، چې د رايو شمېرنې بهير له څار څخه انکار وکړي.

عبدالله عبدالله او نورو معترضو نوماندانو ويلي، د دولت جوړوونکي ټيم غړي هڅه کوي، د ټاکنو پر کميسيون هغه غیر بايوميټرک رايې هم وشمېري، چې شمېر يې درې سوه زرو ته رسيږي.

د ټاکنو کميسيون مشرې يو ځل بيا ويلي، چې يوازې بايوميټرک رايې ورته د منلو وړ دي او غیر بايوميټرک رايې ورته د منلو وړ نه دي او له ټاکنيزو ډلو يې غوښتي، چې د رايو شمېرنې په اړه له کميسيون سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې د تېرې ميزان مياشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شوې وې، خو د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو کميسيون څو ځله د پایلو اعلانولو نېټه روښانه کړې وه، خو د ټاکنو کميسيون د خلپمنځي اختلافاتو او حکومتي چارواکو د مداخلو له امله تر اوسه هم پایلې نه دي اعلان شوي او نه يې هم کره نېټه معلومه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د