شعـــــرونه

غزل؛ اسیر حقاني

اسیر انس «حقاني»

زما د عشق د ازمویني مرحلې دي
دهجران ځنځیر په ما جوړي حلقې دي

اوس خوندونه له دردو اخله زړګیه
ستا دمینی خو همدا مستي شیبې دي

یا وصال دی یا به تل دي هجر خپل شي
د مینو بس همدغه دوې قیصې دي

د امید ډیوه رڼا ساته په وینو
خیر که هرخوا تورتمونه دي تیارې دي

زمانې دا کوڼ جهان په دې خبرکړه
زمونږ ارواحوي دایمان په نور پخې دي

نه په مرګ ماتیږي نه د غم په توره
د ابد ژوندون ریښتیني نمونې دي

دا ړانده وګړي کله پرې پوهیږي
چې کوم راز باندي غښتلي دا سینې دي

حقیقت دي پیژندلی دی انسه
په هرکار کې دي خوندونه دې مزې دي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close