شعـــــرونه

د چینار ټکور نوی غزل

چینار ټکور

راشین به شي زرغون به شي ودان افغانستان
په زړه کې مې کرلی دی جانان افغانستان

چې کله دې هم څوک راته نوم واخلي دزړه سره
زه سم ورسره چیغي کړم قربان افغانستان

هجرت ده، بل وطن ده او کډواله زندګي ده
په تړمو تړمو اوښکو لمانځم ګران افغانستان

بېګا مي خوب لیده چې اسلامي نړۍ یوځای وي
په ټولو کې سرلوړی وي روان افغانستان

که غواړې چې دخپل وطن له بدحاله خبرشې
تیار لکه زما څیري ګرېوان افغانستان

په روی داولیاو شهیدانو یتیمانو
څښتنه له جګړو که په امان افغانستان

که خدای کول زخمونه دوجود به یي ټکورشي
سمسور به شي اباد به شي داوران افغانستان

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close