طالبانو سره د لیدنې له امله، حکومت د «خیرالله شینواري» بوډا پلار ګواښلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې یو شمېر افغان لیکوالان، سیاسي فعالان او د پوهنتونونو ښوونکي د سولې د هڅو په لړ کې قطر ته ولاړل او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره ولیدل؛ حکومت دې ګام غوسه کړی او د تللیو کسانو له منځه یې د سوله ییز فعال “خیرالله شینواري” پلار ګواښلی.

شینواري په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي “بې ننګه حکومت زما ۹۳ کلن پلار په وطن کې تهديد کړی چې ځوی دې قطر کې طالبانو ته ورغلی، دوی ددې سپينږيري مشر له ابرو او عزت هم نه شرمېږي او په تهديد آمېزه لهجه يې ورته وييلي چې “بچه ات با طالبها شيشت و برخاست داره”

نوموړي زیاته کړې “پلار مې ورته وييلي چې ځوی مې په کابل کې ناست دی، ازاد تګ او راتګ لري او تاسو دلته زه راغوښتی يم، خو که څه جرم لري ولې ستاسو مشران ورسره کښېني، ولې مرکز خپله دی نغواړي چې تاسو ما ته لګيا يئ؟؟”

د شینواري په خبره، که له طالبانو سره لیدنه جرم وي، دا جرم ده کړی او باید پوښتنه یې له ده شوې.

دنوموړي په قول، دی به ژر یاده موضوع د یوه رسنیز کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکه کړي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې حکومت په یوه او بل نامه سیاسي فعالان ځوروي، تر دې وړاندې هم د شینواري په ګډون د نظر محمد مطمئن، حسن حقیار، فیض محمد ځلاند او نورو فعالانو د ترور هڅې شوې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د