
دایکندي: طالبانو لسګونه دولتي عسکر وژلي او درنه وسله یې ترلاسه کړې/ویډيو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د «دایکندي» ولایت په «ګیزاب» ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي عسکرو په مرکزونو بریدونه کړي او لسګونه امنیتي ځواکونه یې وژلي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « دایکندي په ګیزاب کې په عملیاتو کې د دښمن تلفات، له هغو څخه نیول شوې وسلې او مهمات. په عملیاتو ۲۰ پوستې، ۱کنډک او ۱ قرارګاه. همداډول۶۴ عسکر او پولیس وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي، یو د قطعې قومندان او لس عسکر ژوندي ونیول شوي.»
نوموړي زیاته کړې «په جګړه کې۳۷میله سپکه او درنه وسله له مهماتو سره ونیول شول.»
د دایکندي په ګیزاب کې په عملیاتو کې د دښمن تلفات، له هغو څخه نیول شوې وسلې او مهمات.
په عملیاتو ۲۰ پوستې، ۱کنډک او ۱ قرارګاه.
همداډول۶۴ عسکر او پولیس وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي، یو د قطعې قومندان او لس عسکر ژوندي ونیول شوي.
په جګړه کې۳۷میله سپکه او درنه وسله له مهماتو سره ونیول شول. pic.twitter.com/Z05razADW3— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 17, 2019
یاده دې وي، چې تر دې دمه سیمه ییزو امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.