د سولې فعالانو خبرې کانفرانس او دطالبانو سره د هغوی د بحثونو لنډیز او غټ ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): نن د افغان سولې لپاره هغو فعالانو چې په دې وروستیو کې يې قطر هیواد ته سفر کړی وو او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرانو او ملا برادر اخند سره لیدلي وه، یو خبري کانفرانس وکړ او په هغه کې یې د طالبانو سره د بحثونو او مجالسو لنډیز او غټ ټکې بیان کړل.

په دغه کانفرانس کې چې پوهاند اسماعیل یون، نظر محمد مطمئن، ولي الله شاهین، شفیع اعظم، او خیرالله شینواري ګډون کړی وو، لاندي متن د شفیع اعظم له لوري ولوستل شو چې په وینا یې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو نظر او په مجالسو کې د هغوی د خبرو لنډیز او غټ ټکې وو:

بسم الله الرحمن الرحيم

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر له غړو سره د شويو مجالسو لنډيز او غټ ټکي

د عقرب يا لړم مياشتې پر (۱۷)مه نېټه يو شمېر سوله دوستو افغانانو قطر ته سفر وکړ او په دوحه کې يې د اسلامي امارت د سياسي دفتر له غړو سره وکتل، خبرو او بحثونو درې ورځې دوام وکړ، چې لنډيز او غټ ټکي يې په لاندې ډول دي:

۱- د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړو يو ځل بيا په ډاګه کړه چې اسلامي امارت له بهرنيو ځواکونو سره د ليکلي تړون تر لاسليک وروسته، توافق شويو ژمنو ته متعهد دی.

۲- له بهرنيو ځواکونو سره د تړون تر لاسليک وروسته، بين الافغاني خبرې پيلېږي چې اوربند به يې د اجنډا يوه برخه وي.

۳- په بين الافغاني مذاکراتو کې به د کابل اداره د نورو جهتونو په څېر يوه برخه وي. همدا اوس هم موږ د افغانانو د بېلابېلو قشرونو له استازو سره د مشورو لړۍ پيل کړې او دې لړۍ ته به لاپسې دوام ورکوو.

۴- د راتلونکي نظام ډول او څرنګوالی په افغاني جهتونو او ټولو افغانانو پورې اړه لري، هېڅ بهرني لوري ته په کې د مداخلې حق نه ورکول کېږي.

۵- د افغانستان اسلامي امارت له بهرنيانو سره خبرې بيا له صفري نقطې نه پيلوي، بلکې پر همغه ليکلي متن ټينګار کوي چې وار له مخه د دواړو لورو له خوا نهايي شوی، طرفينو پرې موافقه کړې او يوازې لاسليک يې پاتې دی.

۶- اسلامي امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي، چې د اسلامي امارت ځواکونه به تر خپل وروستي بريده هڅه او هاند کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټيټه کړي، په دې برخه کې موږ له خپل ولس څخه هم د همکارۍ هيله کوو.

۷- اسلامي امارت د نوې جوړونې او بيا رغونې ټولو هغو شرکتونو ته د کار ډاډ ورکوي چې د اسلامي او ملي اصولو په رڼا کې فعاليت کوي.

۸- اسلامي امارت د خپل حاکميت په ساحو کې تر مخکيني تفاهم وروسته تعليمي او تحصيلي موسساتو ته د فعاليت ډاډ او اجازه ورکوي او همدارنګه هغو ازادو رسنيو ته چې په رښتيني مانا ازادې او ناپېيلې دي، ددې اجازه ورکوي چې د خلکو د ژوند پر بېلابېلو خواوو له دې سيمو څخه تصويري او غږيز راپورونه برابر کړي.

۹- اسلامي امارت په خپلو زندانونو کې له ټولو زندانيانو سره د اسلامي اصولو له مخې انساني چلند کوي او له مقابل لوري څخه هم د ورته چلند غوښتنه کوي.

۱۰- اسلامي امارت په پای کې يو ځل بيا ټينګار کوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لوری بهرني ځواکونه دي، کله چې د هغوی د وتلو تړون لاسليک شي، د جګړې درنه برخه له منځه ځي او پاتې ستونزې به د افغانانو د خپلمنځي تفاهم له لارې حل کېږي.

و من الله توفيق

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر غړي

د خبرې کانفرانس ویډیو:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د