د اسرارو فهم؛ سيد عبيدالله نادر

سيد عبيدالله نادر

دلته نغښتي ، په هر پاڼی حکمتونه
صاحب د ل ته یي، پرانیسـتي دفترونه

چي د زړه په ستر ګو، ګورې دي ګلشن ته
د عبرت په غـوږو، آوري آوازونه

دلته هیڅ شئ، بې حکمـته، پیدا نه دي
غواړي فهم د اسرار ، عالي فکرونه

عبرت بین، له خارو خسه ټکي اخلي
غافلان په تغافل ږدي ، قدمونه

که عبرت سترګی ، څوک خلاصی په جهان کړي
هر ذرې کې، لوستل کیږي ،کتابونه

په سپـیرو خاورو کې ،لوی اسرار پراته دي
پیدا کیږي له همدې خاورو، ګلونه

په غوږونو د زړه واورئ، څوخبرې
چي په دي کې ، ددردمنو دي دردونـه

چي سپیرو خـاورو د پاسه، تاسي خپي ږدي
دا د ډیرو نازولو دي ،سرونه

مونږ نه مخکې زمانې دي خاورې کړي
د مغرورو، تاجدارانو، اندامونه

ددنیا په مکارۍ ،ګوره تیر نه شئ
چی هر خوا یي ، غوړولي دي دامونه

به حیرت کـې صـاحبد ل دی، دي مقـــام ته
ځکه اوري ، د پردۍ شاته سازونه

لکه ګل په خاموشۍ کې یي ،بیان دی
چوپه خوله د زمانې کې دي ،رازونه

چی آثار د معرفت په کې ښکاریږي
و هغو ته زمانه وایي حالونه

تور تور کاڼي د صحرا کړي هم خبرې
دا بیدیا د معرفت غواړي غـوږونه

هوښیارانو ته یو ټکی لوی دیوان دی
چې هغوی ویني ذرې کې جهانونه

هر یو راز به د عالم ورته بربنډ شي
په بینا سترګو چې څوک کړي نظرونه

هغوی لرې دي د خدای له معرفت نه
چي د جهل په بستر وهي خوبونه

که معراج ته د پوهنې سفر غواړئ
نو روښانه کړئ د زړونو مشعلونه

که د عـلم په زیور باندی، سمـبال شئ
په یقین سـره به نه وي دا دردونه

زمونږ په حال ، همدا افسوس په کار دی
چـــې لا ډک مو د کينې څخه دي زړونه

د وحد ت کړۍ کې ،ټول عالم تړلي
مونږ په خپل لاس، د نفاق کرو تخمونه

د نړۍ خلک، فضا خواته روان دي
مونږه تیر، په جهالت کې کړه عمرونه

معرفت خاوند ، چي وګوري خپل حال ته
جوړوي د خپلو اوښکو، دریابونه

خپلو سترګو باندی ویني نادر خپل حال
چي لنډ شوي یې د ژوند دي تنابونه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د