د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ پريکړه کوونکې لوبه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ نن د یکشنبې په ورځ دريمه او پريکړه کوونکې شل اوريزې سيالۍ ترسره کيږي.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه شل اوريزې لوبې ترسره شوي چې لومړۍ کې ويسټ انډيز او په دويمه کې افغانستان بريا خپله کړې ده.

که چيرې افغان لوبډله په ياده سيالۍ کې بريا خپله کړي دا به ددوی لپاره د ويسټ انډيز پر وړاندې لومړۍ لوبلړۍ وي، له دې وړاندې يې بنګلديش ته په ۲۰۱۸م کال کې په ۳-۰ ماتې ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دريمه شل اوريزو سيالۍ به د ماښام په ۶:۰۰ بجې د هند په لمنو ښار ايماني لوبغالي کې ترسره شي.

د افغان لوبډلې لپاره دويمه شل اوريزه سيالۍ کريم جنت وګټله چې لومړی يې ۲۶ چټکې منډې وکړې او بيا يې د ۱۱ منډو په بدل کې ۵ مهمی ويکټې واخيستې.

د افغانستان لپاره د شل اوريزو سياليو سيريز ګټل اړين دي، دوی په يو ورځنيو لوبو کې په ۳-۰ ماتې خوړلې ده، خو که په ننۍ لوبه کې ماتې وخوري دوی به په راتلونکي کې له سخت کوربني فشار سره هم مخ وي.

شونې ده په دريمه سيالۍ کې د افغانستان لخوا په تيرې لوبه کې لوبول شوي لوبغاړي شامل شي، خو ممکن د چټک توپ اچونکي نوین الحق پرځای سيد شيرزاد يا يمين احمدزي ته چانس ورکړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د