د امریکا سفیر: د لوګر او کابل بریدونو د انس حقاني د تبادلې مخه ونیوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» وایي، د انس حقاني خلاصون د سولې د لاسته راوړلو یوه هڅه وه؛ خو د کابل او لوګر بریدونو د یادې تبادلې مخه ونیوله.

جان بس په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « موږ د ولسمشر غني له لوري د انس حقاني د خلاصون او د نومبر په ۱۲ او ۱۳ نېټه د لوګر او کابل د بریدونو له امله د نوموړي د خلاصون د ځنډولو له پرېکړې ملاتړ وکړ.»

نوموړي زیاته کړې « د سولې د وړاندې تګ لپاره باید سخت انتخابونه وکړو؛ خو باید له وړاندې ځمکنیو شرایطو ته نظر وکړو، موږ به د افغانستان د یوه ستراتېژيک ملګري په توګه له افغان حکومت سره په راتلونګو ګامونو کې همکاري ته دوام ورکړو.»

انس حقاني، دنوموړي ماما «مالي خان» او د طالبانو د قطر دفتر د مذاکرتي ټیم د غړي «مولوي محمد نبي عمر» ورور «حافظ رشید» هغه درې طالب زندانیان وو، چې څو ورځې وړاندې یې اشرف غني د کابل امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو سره د تبادلې خبر ورکړ، چې یاده تبادله بیا وروسته د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده.

که څه هم امریکايي لوری د کابل او لوګر بریدونه د تبادلې د ځنډ لاملونه بولي؛ خو سیاسي شنونکی «نظر محمد مطمئن» چې تازه د طالبانو له قطر دفتر څخه کابل ته را ستون شوی وايي، د امریکا له لوري په طالبانو باندې د نویو شرطونو اېښودل د یادو زندانیانو د تبادلې په وړاندې خنډ شول او په دې توګه امریکا دوهم ځل په شویو وعدو پښې کېښودې او په خپلو خبرو ونه درېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا هڅه دا ده چه طالبان غلامی اداری سره خبرو کولو ته وهڅوی [ مهمه نه ده چه هغوی د خبرو کولو یا د کوم تصمیم نیولو صلاحیت او وړتیا لری که یی نه لری ] په لس میاشتو رړغی جوړی خبری چه توافق ته رسیدلی وی مګر اصلی توافق دا وو چه باید د غلامی اداری طالبان د خبرو کولو میر ته کینوی. طالبانو هغه ونه منل، امریکایان ناهیلی او له علنی توافقاتو یی د یو ادنی امریکایی عسکر په وژلو یی هر څه لغوه اعلان کړل . دا ځل یی انس حقانی او د هغه ملګری چه… نور لوستل »