عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته: د رایو د بیا ځلې شمېرنې پرېکړه له سره وګورئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ کړی، چې د رایو د بیا ځلې شمېرنې په پرېکړه دې له سره نظر وکړي.

عبدالله عبدالله چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « د ټاکنو کمېسیون تر دې دمه د ثبات او همپالنې ټیم غوښتنو او مکتوبونو ته سم ځواب نه دی ورکړی او یوازې یې په شفاهي جوابونو اکتفاء کړې، د ټاکنو کمېسیون دې زموږ غوښتنو ته سم جواب ووايي.»

عبدالله زیاته کړه « تر دې دمه له ټاکنو کمېسیون سره زموږ خبرو کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.»

د نوموړي په قول، که چېرې د ټاکنو کمېسیون د رایو د بیا ځلې شمېرنې پرېکړه له سره ونه ګوري؛  دوی به له ټولو قانوني او مشروع لارو د تقلب د مخنیوي لپاره کار واخلي.

عبدالله عبدالله داسې مهال د ټاکنو کمېسیون پرېکړه ننګوي، چې تېره ورځ یاد کمېسیون یو ځل بیا د رایو د بیا شمېرنې درېدلی بهیر پیل کړ.

تر دې وړاندې هم د ټاکنو کمېسیون یاد بهیر پیل کړی وو؛ خو له هماغه مهاله تر دې دمه د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو خپل ناظرین د رایو د بیا شمېرنې له نظارت منع کړي او دا بهیر یې تحریم کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د