د رحمن الله ګربز ۷۹ منډو ویسټ انډيز ته «۱۵۷» منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): افغان لوبډلې د ویسټ انډيز پر وړاندې په ټاکلو شلو اورونو کې د رحمن الله ګربز په مرسته ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دریمه او پریکړه کوونکې سیالۍ کې رحمن الله ګربز په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړه او ۷۹ منډې یې جوړې کړې.

د لوبې راشد خان وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، حضرت ځاځي په لومړي اور کې خپله ویکټ په صفر له لاسه ورکړه، دغه راز کریم جنت په ۶ او ابراهیم ځدران په ۱ منډه جوړولو وسوځېد، ځاځي، کریم جنت او ابراهیم په ګډه ۲۰ توپونه ولوبول او یوزاې ۳ منډې يې پرې جوړې کړې.

رحمن الله ګربز او اصغر افغان ۵۰ منډې ملګرتیا وکړه، چې د ۲۴ منډو جوړولو وروسته اصغر افغان هم وسوځېد، وروسته نجیب د ګربز سره ملګرتیا وکړه، د ګربز له ویکټې وروسته په وورستي ۳ اورونو کې افغانستان زیاتې منډې ونشوې کړای.

رحمان الله ګربز په ۵۲ توپونو د ۶ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې، اصغر افغان ۲۴ او محمد نبي ۱۵ چټکې منډې وکړې، د ویسټ انډيز لخوا شیمرن کوټریل، ویلیمز او کیمو پال ۲-۲ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د ویسټ انډيز لوبډلې اوس لوبې ته ادامه ورکوي چې لومړی اور مجیب الرحمن ترسره کړ او یوازې ۲ منډې یې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د