د ځوان لوبغاړو په مرسته افغان لوبډلې د شل اوریزو سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): افغان کرېکټ لوبډلې د رحمان الله ګربز، مجیب الرحمن او نوین الحق په مرسته د ویسټ انډيز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو سیریز په ۲-۱ وګاټه.

د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ په درې شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې د ځوان او استعداد لرونکي لوبغاړو په مرسته دغه جام په خپل نوم کړ.

په دریمه او پریکړه کونکې سیالۍ کې پچه راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شل اورونو کې د رحمان الله ګربز په مرسته ۱۵۶ منډې جوړې کړې، ګربز غوره توپ وهونکی و چې ۷۹ منډې يې جوړې کړې.

په ځواب کې ویسټ انډيز ونه توانېد په لومړي سر کې د مجیب الرحمن توپونه یې په سمه توګه ولوبوي او له فشار سره مخ شول، په دې سره دوی په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې د ۲۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه، نوین الحق په ۳ ویکټو اخیستلو غوره توپ اچونکی شو.

د درې شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی کریم جنت وټاکل شو، نوموړي دوه لوبې ترسره کړې، ۲۸ یې منډې وکړې او ۶ یې ویکټې واخیستې، بل خوا رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په یاد سیریز کې نوین الحق ۶ لوبغاړي وسوځول، مجیب الرحمن تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه وکړه او رحمان الله ګربز زیاتې «۹۴» منډې جوړې کړې.

دا لومړی وار دی چې افغانستان د شل اوریزو نړیوالې اتلولې لوبډلې څخه لوبلړۍ ګټي، له دې وړاندې یې په ۲۰۱۸م کال کې بنګلدیش ته په ۳-۰ ماتې ورکړې ده، یاده دې وي چې ویسټ انډيز دوه واره نړیوال جام ګټلی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ به د نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه یوازینۍ ټيسټ لوبه هم ترسره کیږي، چې له هغې وړاندې به دواړه لوبډلې تمریناتي سیالۍ ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د