نړۍ

بارنيټ روبين: ټرمپ د جنګي مجرمينو ملاتړی دی، بايد له دندې ګوښه کړی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د دفتر پخواني مرستيال بارنيټ روبين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د دوو جنګي مجرمينو امريکايي عسکرو بښل د جنګي جرمونو د زياتېدو لامل بللي او وايي، چې دا کار به سترې ناخوالې له ځان سره ولري.

بارنيټ روبين په خپلو ټويټر پيغامونو کې ويلي، چې امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې هڅه کوي، د ترهګرۍ ضد جګړې په بهانه په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي او په دې اړه له طالبانو سره هم مذاکرات وکړي، په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر جنګي مجرمينو ته بښنه کوي.

نوموړي د امريکا له ولسي جرګې غوښتي، چې د ټرمپ د ګوښه کولو په اړه روانه قضيه کې د جنګي مجرمينو بښنه هم شامله کړي.

بارنيټ روبين دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هلمند او کندهار کې د ملکي خلکو دوه وژونکي امريکايي عسکرو ته بښنه وکړه.

امريکايي رسنيو ليکلي، د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ مياشت کې د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د ماتيو ګوليسټين په نوم امريکايي عسکر له خپل مرکزه ووت، يو ملکي وګړی په قصدي توګه وواژه او ټاکل شوې وه، چې نوموړی عسکر راتلونکي کال کې د ملکيانو د وژنې په تور محاکمه شي.

همدارنګه يوه بل امريکايي عسکر بریدمن کلينټ لورانس هم په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې دوه تش لاسي افغانان په ډزو وژلي وو، چې له امله يې نوموړی عسکر په ۱۹ کاله بند محکوم شوی و او شپږ کاله زندان يې هم تېر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x