
راپور: برتانيا افغانستان او عراق کې د جنګي جرمونو د څېړنو مخنیوی کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د برتانيې «سنډې ټايمز» او «بي بي سي» په خپل ګډ راپور کې ويلي، د برتانيې حکومت او پوځ په افغانستان او عراق کې د جنګي مجرمينو د څېړنو او محاکمې مخنیوی کوي.
په دغه راپور کې د جنګي جرمونو له پلټونکو سره خبرې شوي دي.
د جنګي جرمونو پلټونکو بي بي سي او سنډې ټايمز ته ويلي، د برتانيې حکومت او پوځ په افغانستان او عراق کې د جنګي جرمونو د پېښو د څېړنو مخنیوی کوي او دفاع وزارت د ملکي وګړو د وژونکو د محاکمې نيت نه لري.
د افغانستان او عراق جګړو کې د جنګي جرمونو د څېړنې لپاره دوه ټيمونه ګومارل شوي وو، خو کله، چې دغو دواړو ټيمونو په افغانستان او عراق کې د جنګي جرمونو د مرتکبينو د محاکمې لپاره دلايل لټول پيل کړل، د برتانيې پوځ د دوی د پلټنو پر وړاندې خنډ شو او بالاخره دواړه پلټونکې ډلې هم لغوه اعلان شوې.
د جنګي جرمونو پلټونکې ډلې ويلي، که د ولسي خلکو وژونکي جنګي مجرمين محاکمه نه شي، دې سره د يادو پېښو قربانيان نهيلي شي او ښايي د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل هم شي.