د مینې داغ

عرفان الله عرفاني

تا مې پۀ زړۀ إيښی دی داغ د مینې
لاړۀ خزان مې شولو باغ د مینې

خپره ده ستا د بېلتانۀ ترږمۍ
ستا د سپین مخ غواړم چراغ د مینې

لږ دې د وصل باران او وروۀ!
ګردو وهلی مې دماغ د مینې

ستا جدایي به مې نری کړي اشنا
یمۀ تر اوسه خو ښۀ چاغ د مینې

طبیبۀ راشۀ (عرفاني) رنځور دی
جانان وهلی په کُنداغ د مینې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د