افغانستان

کابل کې برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل):  د کابل ښار په نوولسمه امنیتي حوزه کې د لاسي ګرنيټ برید څلور دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند “نصرت رحیمي په لومړیو کې وویل چې، سرتېري  بریدګر نن ورځ سهار مهال شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې د کابل ښار په نوولسمه امنیتي حوزه پورې اړوند سیمه کې د KMTC کیمپ ته نږدې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې.

د رحیمي په خبره، په برید کې څلور تنه امنیتي ځواکونه ژوبل شوي.

خو د کابل حکومت دفاع وزارت بیا وايي، مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټرسایکل سواره لاسي ګرنېټ وغورځاوه.

یاده دې وي، چې طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x