علمانيت څه ته وايي؟

دوکتور اظهار الحق عزيز

شايد ځينې داسې فکر وکړي چې علمانيت د علم نه مشتق شوی، او علم ته منسوب دی، خو دا سم فکر نه دی، علمانيت د علم سره هيڅ تړاو نه لري، دا يوه غربي اروپايي کلمه ده چې اسلامي او عربي ملکونو ته را انتقال شوې.

علمانيت د يوې انګريزي کلمې SECULArISM ترجمه ده چې انګريزي قاموس يې داسې شرحه کوي: علمانيت يوه نظريه ده چې وايي: اخلاق او تعليم بايد په ديني ارزښتونو بناء نه وي.

بريطاني دائرة المعارف يې داسې تعريف کوي: علمانيت يو اجتماعي حرکت دی چې خلک د اخرت د امورو څخه دنياوي امورو ته را اړوي. په اروپايي منځيني قرونو کې د خلکو ميلان اخرت خواته ډير وه، نو علمانيت د دې لپاره رامنځته شو چې د خلکو مخه ونيسي او د اخرت له خوا يې راوګرځوي.

د اروپايي تاريخ په اوږدو کې دا دعوت کرار کرار قوي کيده آن تردې چې د دين او نصرانيت په ضد يو حرکت ترې جوړ شو.

او بريطانوي دائرة المعارف علمانيت د الحاد يو ډول ګرځولی دی.

علمانيت په غربي ژبه کې لا دينيت ته وايي، دا يو اجتماعي حرکت دی چې غواړي دين د ژوند د ټولو اړخونو څخه لرې کړي، که هغه اجتماعي وي، اخلاقي وي، که تعليمې او يا سياسي وي، خلک فکر کوي چې علمانيت د دولت له دين نه بيليدا ته وايي، خو دا سمه نه ده، ځکه علمانيت اصلا د ژوند څخه د دين بيلولو ته وايي، علماني هغه شخص ته وايي چې نه په سياست کې دين تطبيقوي او نه د ژوند په نورو چارو او کړو وړو کې.

علمانيت يا لا دينيت مطلب: دين د ټولنې او د ژوند قوانينو او نظام سره هيڅ رنګه تعلق نه لري، دين فقط تعبدي اعمال دي چې بايد يوازې په مسجد کې ادا او عملي شي.

علمانيت په اروپا کې د اولسم قرن نه را پديخوا پيدا شوی، او په نولسم قرن کې شرق ته او په اساسي شکل مصر، تركيا، إيران، لبنان، سوريا، تونس او عراق ته انتقال شوي او نورو عربي دولتونو ته په شلم قرن کې منتقل شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عزیز صاحب ! سلامونه او ډیره مننه چه ډیری ښی موضع ته مو ګوته نیولی زه به هم ورسره یو څه ورزیات کړم او هغه دا چه: تاسی لیکلی [ ځينې داسې فکر وکړي چې علمانيت د علم نه مشتق شوی، او علم ته منسوب دی،] مګر دا عربی نه بلکه غربی یا اروبایی اصطلاح ده علمانيت په غربي ژبه کې لا دينيت ته وايي، په دی اړه زما څیړنه او ارزونه : هو، illuminatii dh illuminatio یوه لاتینی اصطلاح ده د انګلیسی تلفظ یی زمونږ به زبو کی باید ( ایلو میناتی ) ولیکل شی نه علمانيت. لا دينيت… نور لوستل »