د قرانکریم تحفه

حمدالله فطرت

یو محصل کیسه کوي چې مور مې راته وویل چې یو نوی قرانکریم راته راوړه.

وایي کتابفروشي ته ورغلم یو قرانکریم مې خوښ شو، کیشیر ته مې د پیسو وویل هغه یې بیه راته وویله ما غوښتل پیسې راوباسم یو منور کس چې خپل بیل یې ادا کړی وو ټینګار وکړ چې پیسې یې زه ورکوم دا دې زما له لوري درته هدیه وي…محصل وایي دې کس پر ټنډه ښکل کړم ویل یې افرین شه چې ددې فتنو او لهولعب په زمانه کې تا غوندي ځوانان قرانکریم اخلي او تلاوت ته یې وخت ورکوي زه د ځان لپاره دا ویاړ ګڼم چې تاسو مې دا تحفه قبوله کړئ او د تلاوت په اجر کې مې درګډ کړئ.

محصل وایي دا چې ما په میاشتو میاشتو د قرانکریم مخ نه وو را اړولی او نن مې تصادفا را واخیست نو ډیر سخت پر خپل حال وشرمیدم او د منور کس راته عقیدت سخت وزورولم…

وایي له دې ورځې وروسته مې د قرانکریم تلاوت ته وخت ځانګړی کړ.

او د قرانکریم په تلاوت مې د زړه، روح او روان تنده خړوبه کړه.

ځینې پیښې په انسان کې ډیر بدلون او انقلاب راولي

اللهم یا مقلب القلوب قلب قلوبنا الی طاعتک

و یا محول الاحوال حول حالنا الی احسن الحال

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د