غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخيل

غلیم چې مو په کلي کې آزاد ګرځي را ګرځي
نو خود به مو په ذهن کې جهاد ګرځي را ګرځي

پاچا سلامت خانه! اصلاحات خواران دې څۀ شول؟
په هره اداره کې دې فساد ګرځي را ګرځي

ملا صاحب! دا ډېرې ککرۍ اپرېشن غواړي
د ډېرو په فکرونو کې الحاد ګرځي را ګرځي

غمازه! خدای دې خیر کړي بیا په یار پسې څۀ وایې
پوهېږم چې په خېټه کې دې باد ګرځي را ګرځي

چې کله راته څوک د جنتونو صفت کاندي
والله چې زما سترګو کې هېواد ګرځي را ګرځي

د مینې امتحان کې به ترې څنګه نقل وکړې؟
چې سر ته دې رقیب غوندې استاد ګرځي را ګرځي

تۀ لاړې د اتو زامنو مور شوې، خو مئین دې
په تا پسې هماغسې برباد ګرځي را ګرځي

چې هرې خوا ته ځم نو راسره لکه د سیوري
دا ستا د محترمې مینې یاد ګرځي را ګرځي

جانانه “خدرخېله” ژوند هغه د سړي ژوند وي
چې کور کې د څلور ښځو اولاد ګرځي را ګرځي

ـــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۸/۷/۲۱

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د