لیکنېنظــر

د امریکا او طالبانو ترمینځ د بندیانو وروستۍ تبادله!

محمد قاسم محسن

له تیر یوکال راهسي په رسینو کې د طالبانو او امریکې ترمینځ دبندیانو د تبادلې په سر جنجال روان و چې بل اخره دغه دواړه لوري تیره اونۍ یوې پټې موافقې او تبادلې ته ورسیدل.

دغه تبادله د دوه امریکایي استاذانو او د آنس حقاني په شمول د دوه نورو افغانانو په بدله کې ترسره کیده، خو دغه تبادله بې له شکه د امریکا له لوري له خنډ سره مخ شوه په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري په دغه تبادله کې هیڅ یو خنډ مخې ته نه ده راغلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، څرنګه چې د دوی درې بندیان ټاکلي ځای ته لېږدول شوي نه دي، دوه بهرني استادان هم چې په بدل کې یې خوشي کېدل، پرې نه ښودل شول.

ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته تیره ورځ تایید کړه چې د دوی بندیان تر اوسه له بګرامه نه دي خوشي شوي.

په یاده موضوع کې د اشرف غني د یو هیواد د یو جمهوریس په څیر خپلواکې هم هغه وخت ګردې نړۍ ته ثابته شوه، چې کله یې اعلان وکړ چې مونږ د طالبانو دري بندیان چې زمونږ بهرني همکارانو په بهر هیواد کې نیولي وو مونږ یې د دوه امریکایې استاذانو په بدل کې ازاد او له باګرام زندانه خوشې کړل.

د اشرف غني تر اعلانه دا دی یوه اوونۍ تیریږي خو د بندیانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.

اشرف غني ته دا معلومات هم نشته چې دغه درې تنه عام افغانان چیرته ونیول شول او اوس چیرته او په کوم ځای کې دي.

د یو هیواد ولسمشر دې همداسې ولس مشر وي چې د رسنيو په سر دې داسې یو رسمي اعلان وکړي او وروسته د امریکایانو له لوري تبادله ځنډیږي.

راځو دیته چې په یاده تبادله کې څوک ریښتوني او څوک دروغجن وه.

د افغانستان طالبان ټول د يو امير تر اطاعت او امر لاندې خپلو سياسي او نظامي فعاليتونو دوام ورکوي، د طالبانو ثابت دریځ او ریښتنولي او د امریکا منافقت خو لا پخوا ګردې نړۍ ته ښه معلوم شو چې کله امریکا د سولې له خبرو تیښته وکړه.

اوس دغې تبادلې د طالبانو دریځ لاپياوړی کړ ځکه ټولې نړۍ ولیدل چې طالبان په خپله خبره کې صادق او ریښتوني وو خو د امریکا په څیر یو  ستر هیواد چې په ټوله نړۍ کې په اتومي ځواک شهرت لري اعتبار یې زیانمن او حیثیت یې په صفر کې صفر شو.

دا درې تنه زندانيان څوک دي؟

آنس حقاني د طالبانو د دوهم مرستیال خليفه سراج الدین حقاني ورور، مالي خان ځدراڼ د خلیفه سراج الدین ماما او قاري عبدالرشید د قطر د اوسني دفتر غړي مولوي محمد نبي عمري ورور دی، دغه دري کسان په طالبانو کې کوم رسمي دندې نه لري.

هیڅکله یو څوک د خپل پلار، ورور او ماما په بزرګۍ سره جنت ته نه شي تللی او نه هم شریعت او د نړۍ په هیڅ قانون کې یو څوک د پلار، ورور او ماما په جرم نه نیول کیږي.

یاد کسان قطر ته د هغو مظلومو افغانانو ملاقات ته ورتلل چې څوکاله مخکې د ګوانتنامو له زندانه آزاد شوي وو.

هغوی چې کله بيرته خپلو کورونو ته راتلل په بحرین هیواد کې د امریکا cia لخوا ونیول شول له هغه ځای څخه یې په پټه خوست ته راوړل بیا پري اعلان وکړ چې دا کسان مونږ په خوست کې ونیول.

خو سره له دي چې دغه کسان بې ګناه او عام خلک وه طالبان له امریکا سره د تبادلې په سر معاملې ته تیار شول خو امریکا اوس له دغه تبادلې شاتګ وکړ.

اوس خلیلزاد ته په کار ده چې د امریکا خاص او ځانګړی استازی ده چې له امریکا څخه په دې هکله وضاحت وغواړې او هم دې له خپلې دندې استعفا وکړي.

ځکه دغه توافق نامه خلیزاد سره په قطر کې دطالبانو له لوري لاسلیک شوې وه.

د پښتو متل ده وایې که یوځل دې غلت کړم تا دې خدای ووهي که بیا دې غلت کړم ما دې خدای ووهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x