نړۍ

دسوریی هوایی ځواکونو په بمباریو کي ۴۱کسه ووژل شول

syrianew543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۲) انټالیا تورکیه: په داسی حال کي چي دسوریی حکومت دمخالفي ډلي مشران په تورکیه کي راټول شوی دي ترڅو دبشارالاسد دراپورزولو  لپاره لاري چاري ولټوي، دلته په سوریه کي چارواکو دسیاسي اصلاحاتو غوښتونکو په وړاندي په سخت عکس العمل لاس پوري کړی دي، یوه وکیله چي رازان زایتونه نومیږي له رویټر خبري اژانس سره په خبروکي وویل چي دتیري ورځي په هوایی بمباریوکي درستن په ښارکي له ۴۰ څلویښتو څخه زیات خلګ ووژل شول چي واړه ماشومان اوښځه هم پکښي وي.

اوهمدارنګه دسریی امنیتي ځواکونو دچارشنبي په ورځ دهیراک په ښارکي پرلاریون کونکو باندی ډزی وکړی چي نتیجه کی یی ۹ تنه مظاهره کونکي ووژل شول، دسریی دبشري ټولني مشر قورابي رسنیو ته وویل چي وژل شوي کسانو کي ډاکټران ښځي اوماشومان هم شامل وو، قورابي وایی ماخپله ولیدل چي دسوریی پولیسو دکورپه کور تلاشیو په وخت کي پریوه وړوکي ماشومه باندي ډزي وکړي اوویي وژله.

دبشرحقوق پالان وایی له کله څخه چي په سوریه کی دبشارالاسد په وړاندي ولسي پاڅون راپورته شوی دي تراوسه پوري ۱۰۰۰ تنه مظاهره کونکي دامنیتي چارواکوله لوري وژل شوی دي چي دنړیوالي ټولني له لوري په سوریه کي دولسی پاڅون په خلاف دبشارالاسد داداري دکړنو سخت مخالفت شوی دي.

په ترکیه کي دبشارالاسد دحکومت دمخالفي ډلی دمشرانو په غونډه کي دډلي یوه برخه وال عبدالرزاق عید د غونډي وبرخه والوته وویل په سوریه کي خلګ دبشارالاسد دنظام نړیدل غواړي دخلګو دوینو دتویدلو بدله به انقلاب وي او خلګ دیو انقلاب لپاره راوتلي دي، مونږ دلته ددي لپاره راټول شوی یو ترڅو دسوریی دخلګو اواز ترنړیوالو پوري ورسوو، نوموړي زیاته کړه دسوریی ولس دبشارالاسد دظلم اواستبداد په وړاندي نور زغم له لاسه ورکړي دي اوپه سوریه کي به نوردبشارالاسد حکومت له منځه ځي.

په سوریه له تیري یوي میاشتي راپدي خوا چه ولس په مظاهرو لاس پوري کړي دي دالومړي ځل دي چي دحکومت دمخالف لوري مشران په تورکیه کي راټولیږي اودبشارالاسد دحکومت دراپورځولو په اړه راتلونکي پلانونه جوړه وي.

خوبشارالاسد بیا مظاهره کونکو باندي تورلګوي چی اسلامي اورپکي اوبهرني سازش کونکي یی دی ته پاره وي چي دسوریی امن اوپرمختګ په وړاندي خنډونه جوړکړي نوموړي زیاته کړ مونږبه هیچاته اجازه ورنکړو چي دسوریی امن اواستقرارله خطر سره مخ کړي.

بخت الرحمن بخت………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x