نړۍ

نيويارک ټايمز: ډونلډ ټرمپ د جنګي مجرمينو ځواکمن ملاتړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ملکي افغانانو وژونکي دوه امريکايي عسکرو د بښنې په اړه مقاله خپره کړې او ټرمپ يې د جنګي مجرمينو ځواکمن ملاتړی بللی دی.

نيويارک ټايمز ليکلي، امريکايي عسکر بايد د جګړې پر مهال جګړه ييزو او بشري قوانينو ته درناوی ولري او د جنګي مجرمينو د خلاصون او بنښې په اړه يې د ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

د ورځپاڼې په باور ټرمپ فکر کوي، دی د امريکايي پوځيانو درناوی کوي او له محاکمې يې ژغوري، په داسې حال کې، چې دا د دفاع وزارت په چارو کې لاسوهنه ده او دا کړنه يې د پوځ د کمزورۍ لامل ګرځي.

نيويارک ټايمز زياتوي، د امريکا پوځيان بايد ټاکل شوي حقوقي او اخلاقو اصول مراعات کړي، له نورو سره په درناوي چلند وکړي او په هېڅ صورت له دښمن سره غیر بشري کړنې ترسره نه کړي.

يادې ورځپاڼې اندېښنه ښکاره کړې، چې د سرتيرو له لوري ناقانونه کړنې د تاوتريخوالي او ستونزو د زياتېدو لامل ګرځېدای شي، دا ډول کارونه خلک د امريکا پر ضد راپورته کولی شي او د جنګي قوانينو مراعات تر نورو زيات د امريکا د پوځ لپاره ګټور دي.

نيويارک ټايمز وايي، د ټرمپ له لوري د دوو جنګي مجرمينو بښل د حیرانتيا وړ نه دي، بلکې هغه هر ځای د خپلو ګټو لپاره په هر څه سترګې پټولی شي، څرنګه يې، چې په سوريه کې د تيلو په زيرمو پټې کړې.

نيويارک ټايمز دا مقاله وروسته تر هغه کړې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هلمند او کندهار کې د ملکي خلکو دوه وژونکي امريکايي عسکرو ته بښنه وکړه.

امريکايي رسنيو ليکلي، د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ مياشت کې د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د ماتيو ګوليسټين په نوم امريکايي عسکر له خپل مرکزه ووت، يو ملکي وګړی په قصدي توګه وواژه او ټاکل شوې وه، چې نوموړی عسکر راتلونکي کال کې د ملکيانو د وژنې په تور محاکمه شي.

همدارنګه يوه بل امريکايي عسکر بریدمن کلينټ لورانس هم په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې دوه تش لاسي افغانان په ډزو وژلي وو، چې له امله يې نوموړی عسکر په ۱۹ کاله بند محکوم شوی و او شپږ کاله زندان يې هم تېر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

امريکايی ولس هغه بی تهذيبه ولس دی چی سکس ، ډرګ او منی يی عمده شعار دی ، لچک بُش يی دوه ځله خپل رئيس وټاکه ، ګوری چی همدا د مرده لمسی ليونی ټرمپ چی اوس يی د جنايتکارانو ملګری بولی بيا خپل مشر وټاکی خو چی يوڅه په سکس ، ډرګ او منی کی ډيروالی راولی . د غربيانو په تيره بيا د امريکايانو ژوند نور له انسانيت څخه وتلی دی په وحشت او حيوانی ژوند کی ډوب شويدی ، دوی چی خپل اقارب نه پيژنی او يا نه يی لری د نوروبه څه پروا ولری . تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x