نړۍ

کليفورنيا کې د وسله‌وال برید پر مهال لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د موسيقي د يوه پروګرام پر مهال په وسله وال برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پوليس وايي، دا پېښه د کليفيورنيا په فريسنو ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې هلته په يوه کور کې د موسيقي پروګرام روان و.

د چارواکو په وينا ناڅرګند وسله وال د پېښې ځای ته ننوتي، هلته يې پر خلکو ناتاره ډزې کړي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

امريکايي رسنۍ وايي، تر اوسه د پېښې عاملين نه دي پيژندل شوي او نه هم نيول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x