افغانستان

بغلان: ترافيکي پيښه کې څلويښت تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): په بغلان ولايت کې د سپرليو يو موټر چپه شوی چې له امله يې يو تن مړ شوی او څلويښت نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د ترافيکو مدير محمد نبي زاده وايي چې تيره شپه يو ۴۰۴ ډوله بس موټر ددې ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سيمه کې له سرک نه نهر ته غورځېدلی چې په نتيجه کې يې يو تن مړ او څلويښت نور ټپيان شول.

نوموړي ويلي دي چې پيښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده چې د موټر چلولو پر مهال خوب وړی و.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړو سربيره ګڼ شمير افغانان په ترافیکي پيښو کې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي چې ډېر ځله يې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x