
مجیب ځدران په نړیواله درجه بندۍ کې دویم مقام ته پورته شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن د ویسټ انډيز پر وړاندې له غوره توپ اچونې وروسته د شل اوریزو سالیو په نړیواله درجه بندۍ کې له اتم مقام څخه دویم مقام ته پورته شو.
مجیب الرحمن چې په شل اوریزو سیالیو کې لومړي اورونو ترسره کوي او په نوي توپ دغه اورونه سوکه توپ اچونکي لپاره ستونزمن وي، خو بیا هم نوموړي غوره او اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه چې په نړیواله درجه بندۍ کې یې ۶ لوبغاړي شاته پریښودل.
After playing a key role in his team's #AFGvWI T20I series win, Afghanistan spinner @Mujeeb_R88 makes significant gains, moving up six spots to No.2 in the latest @MRFWorldwide ICC Men's T20I Player Rankings for bowling.
Full rankings: https://t.co/EdMBslOYFe pic.twitter.com/eYhQcqVRnc
— ICC (@ICC) November 18, 2019
مجیب الرحمن د ویسټ انډيز پر وړاندې په پنځوس اوریزو سیالیو کې هم غوره توپ اچونه ترسره کړه چې دریم مقام ته پورته شو، اوس په شل اوریزو کې له راشد خان وروسته په دویم نمبر دی.
د ویسټ انډيز پر وړاندې مجیب الرحمن په درې سیالیو کې چې د لوبې لومړي اورونه یې ترسره کول ټول لس اورونه وکړل، ۲ یې ویکټې واخیستې او په ۴.۶۰ اکامونومي اوسط یې یوازې ۴۶ منډې ورکړې.
نوموړي دغه راز په درې پنځوس اوریزو لوبو کې ۵ ویکټې واخیستې او په ۳۰ اورونو کې یې په ۴.۴۶ غوره اوسط سره یې ۵ لوبغاړي هم وسوزول.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو سیریز په ۳-۰ ویسټ انډيز او د شل اوریزو سیریز په ۲-۱ افغانستان وګاټه، ددوی ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د نومبر په ۲۷مه نېټه پیلیږي.
Two 🇦🇫 stars on top of the ICC T20I bowling rankings 🙌 https://t.co/OkAQVubGtL pic.twitter.com/gAb5jxuUo6
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) November 18, 2019