ورزش

اووه افغان لوبغاړي په بنګلدیش غوره لیګ کې واخیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش غوره لیګ راتلونکي اووم پړاو سیالیو کې د نورو بهرني لوبغاړو ترڅنګ «۷» افغان لوبغاړي هم شامل شوي دي.

د یادو لوبغاړو په لیست کې د محمد نبي، مجیب ځدران، نجیب ځدران او شفیق الله شفق ترڅنګ ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز، نوین الحق او حضرت الله ځاځی هم اخیستل شوي دي.

په بنګلدیش غوره لیګ کې ۷ لوبډلې ګډون کوي چې د لاندې لوبډلو لخوا افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي:

راجشاهي رایلز: حضرت الله ځاځی

کولنا ټایټنز: نجیب الله ځدران او رحمن الله ګربز

کومیلا وریئرز: مجیب الرحمن

رانګپور رایډرز: محمد نبي

سیلهت سیکسرز: شفیق الله شفق او نوین الحق.

د بنګلدیش ۲۰۱۹/۲۰م کال غوره لیګ سیالیو بولي د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۷مه نېټه ترسره شوه چې د ۴۳۹ لوبغاړو څخه په کې ۱۸۱ داخلي او بهرني لوبغاړي ونیول شول.

دا سیالۍ به د راتلونکې دیسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه پېل کیږي او د ۲۰۲۰م کال تر ۱۶مې نیټې به دوام وکړي چې ټولې به په کې ۴۶ سیالۍ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x